ویلیم برد: د افغانستان اقتصاد ژغورل باید زموږ لومړیتوب وي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د اقتصاد ژغورل باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیام برد په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې مخ پر ځوړ و.

دده په وینا د جګړو دوام او وچکالۍ هغه ستر لاملونه وو، چې د افغانستان اقتصاد یې کمزوری کړی و.

نوموړی زیاتوي دمګړی باید د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستر لومړیتوب دا وي، چې د افغانستان اقتصاد وژغوري او ددې موخې لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.

ویلیام دا هم وایي چې د افغانستان د اقتصاد وده او ژغورل د نړیوال بانک له لومړیتوبونو دی او د افغانستان اوسنی حکومت هم باید دې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.

هغه زیاتوي چې نوي حکومت په ځینو برخو عواید لرلي دي او دا یو مثبت پرمختګ دی خو په ټوله کې د افغانستان اقتصاد پراخ کار او بنسټزو اقداماتو ته اړتیا لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي