فبروري 26, 2021

د افغانستان او زیمبابې راتلونکې دوې ټیسټ لوبې او تازه اعلان شوي لوبډلې یې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه نېټه د زیمبابې پر وړاندې دوې ټیسټ سیالۍ ترسره کړې.

 

افغان کرکټ بورډ پرون پنجشنبه دې سیالیو ته د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ خپله ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

اعلان شوې افغان لوبډله

اصغر افغان، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه، هشمت شهیدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، عبدالمالک، منیر احمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهیر شاه، راشدخان، حمزه هوتک، فضل حق فاروقي، سید شېرزاد، سلیم صافی، وفادار مومند، ضیاء الرحمن اکبر او یمین احمدزی.

 

د افغانستان پر وړاندې د زیمبابې اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله

 

د زیمبابې کرکټ بورډ بیا څو ورځې مخکې د افغانستان پر وړاندې یادو ټیسټ لوبو ته د سین ویلمسن په مشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

سین ویلمسن، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرینس ماسوري، برینډم ماتوا، تاریسا مسکندا، ریچموند موتمبامي، بلیسینګ مزریباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونالډ ټریپانو.

 

تر ټیسټ لوبو وروسته د افغانستان او زیمبابې شل اوریزه لوبې

 

افغانستان به له هغه وروسته د زیمبابې سره درې شل اوریزه لوبې هم ترسره کړې.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۷مه، دومه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۹مه او درېیمه شل اوریزه لوبه بیا د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.

 

د افغانستان مخکینۍ ټیسټ لوبې

 

افغان لوبډلې تراوسه پوري څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې د زیمبابې په وړاندې یې راتلونکې لوبې پنځمه او شپږمه ده.

 

تر دې وړاندې افغانستان په ټیسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره مخ شوی.

 

افغان لوبډلې په یادو څلورو ټیسټ لوبو کې له هند او ویسټ انډیز څخه ماته خوړلې، خو ایرلنډ او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*