ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دوی له افغان حکومت سره د هلمند سیند اوبو خوشې کولو پر سر په تېرو دریو میاشتو کې په مسلسل ډول مذاکرات کړي دي.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي اقدامات نه دي کړي.

د یادونې ده چې ایران ته بهېدونکې د هلمند سیند اوبه له تېرو څو میاشتو راهیسي تړل شوې دي او دې چارې افغان پولې ته څېرمه مېشت ایرانیان او په ټوله کې د ایران حکومت سخت اندېښمن کړی دی.

وړاندې تر دې د ځینو راپورونو له مخې طا لبان تورن شول چې د سلما بند اوبه یې ایران ته خوشې کړې دي؛ خو طالبانو دا راپورونه په کلکه رد کړل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي