افغان پیلوټان: د حکومت له بلنې مننه کوو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

یو شمېر افغان پيلوټانو د ملي دفاع د سرپرست وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، دوی ټولو پخوانیو نظامي کادرونو ته په نوي حکومت کې د خدمت زمینه برابروي او ټولو هغو محصلینو ته یې د راتګ بلنه ورکړه چې به بهر کې په نظامي زده کړو بوخت دي.

په ورته وخت کې ځینو افغان پیلوټانو بیا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او وایي دوی د خپل هېواد ګټو ته ژمن دي او تیار دي چې دهېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره خدمت وکړي.

روح الله خرم افغان پیلوټ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دوی د ملي دفاع د سرپرست وزیر د بلنې هرکلی کوي او د زده کړو تر بشپړېدو وروسته به د هېواد خدمت ته راګرځي.

هغه وایي د افغانستان له خزانې پر دوی لګښتونه شوي او دوی دې ته تیار دي چې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې د مولوي یعقوب په بلنه پنځه افغان پیلوټان بېرته له بهر هېواد ته راستانه شوي او په هوايي پوځ کې یې کار پیل کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي