م.م: ا.ا په یوازې ځان ټولو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی

سپینه تجريدي ډیزاین

ملګري ملتونه وایي افغانستان ته د مرستو راټولولو په لټه کې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د افغانستان اقتصاد په نامه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې ملګري ملتونه له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د لا ډېرو مرستو د جذب او کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په اړه بحثونه دوام وکړي.

د لاینز په خبره افغانستان له خورا بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او یوازې په دولتي عایداتو د افغانستان ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی او د نړیوالو پراخو مرستو ته اړتیا لري.

د لاینز په خبره ملګري ملتونه هڅه کوي د عامو افغانانو لاسنیوی وکړي او له یوه پراخ بشري ناورین مخنیوی وکړي چې په همدې لړ کې یې د میلیاردونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

لاینز یو ځل بیا پر نوي حکومت غږ وکړ چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه دوی د افغانستان نیم نفوس تشکیلوي او د افغانستان په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري.

په ورته وخت کې امریکا وایي له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او له افغانستان سره د کرونا واکسین د ورکړې شوې ژمنه هم عملي کوي.

بلینکن وایي چې دوی له افغانستان سره د یو میلیون دوزه واکسین د ورکړې ژمنه کړې وه او هڅه کوي چې د کو واکس پروګرام له لارې پاتې واکسین هم افغانستان ته ولېږل شي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د افغان شتمنیو د کنګل کولو له امله د نړیوالو له سخت فشار سره مخ ده.

خو امریکا وايي د دوی بندیزونو بشردوستانه خدماتو او مرستو ته هېڅ راز خنډ نه دی جوړ کړی او کوم بنسټونه چې په دې برخه کې ستونزه لري دوی یې د ستونزو حل کولو ته ژمن دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي