ا.ا: له ګاونډیو هېوادونو سره ښې او پياوړې اړیکې غواړو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او پياوړو اړیکو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د باور په فضا کې د ستونزو پر حل باور لري.

مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې ا.ا د ازبیکستان هېواد لخوا د برېښنا ستونزې د حل په اړه د هغه هېواد له چارواکو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ازبیکستان د افغانستان د اعتماد وړ ورور او همسایه هیواد دی، د دوی تر منځ ټولې ستونزې به د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې حل کیږي.

مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون برېښنا شرکت راپور ورکړ چې ازبیکستان د دوی له همغږۍ پرته افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې ده خو ازبیکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د ازبیکستان لوري ته رامنځته شوې تخنیکي ستونزه حل شوې او افغانستان ته تلونکې برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

د ازبیکستان په برېښنا کې دوه ورځې وړاندې شپېته سلنه کموالی رامنځ ته شوی و، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو شپو ورځو کې په ځینې ولایتونو ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده.

هیره دې نه وي چې دې چارې افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې برېښنا شرکت وایي چې په ژمي کې معمولاً له دې امله پرچاوي زیاته وي چې خلک له برېښنا څخه ډېره ګټه اخلي خو ټینګار کوي چې تر یوه حده به د هېوادوالو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي