د ښوونکو نړیواله ټولنه: افغانانو سره دې مرستې ډېرې کړل شي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ښوونکو او پوهنتونونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر د پيلېدو غوښتنه کړې ده.

په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسورانو دغه ټولنې له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

ددغه بنسټ په خبره افغانان حق لري چې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، نو له همدې امله د نړیوالو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره په تعلیمي او بشردوستانه برخه کې مرستې ډېرې کړي.

دوی همدا راز له برېټانیا او سکاټلنډ غوښتي چې افغان پنا غوښتونکو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړي او د زده کړو او پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي