عمران خان: افغانستان شل کاله د امریکا په اشغال کې و

رنګین تجريدي ډیزاین

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، چې افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

نوموړي له الجزیره سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، دی نه پوهېږي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې د کومو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې وه.

عمران خان د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان اشغال کړی و او بلاخره له کومې لاسته راوړنې پرته له دغه هېواده ووته.

هغه دغه راز په پاکستان کې د بېنظیر بوټو کورنۍ پر فساد تورونه کړې ده او ویلي یې دي چې هغوی د خپلو شخصي ګټو لپاره ټول پاکستان له لوږې سره مخ کول غواړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو او ټاکل شوې هلته د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن خبریالانو ته وویل چې په یاده ناسته کې به د افغانستان پر حالاتو تفصیلي خبرې وشي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ځانګړې ناسته کېږي او په دې ناسته کې به له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې کابل ته راشي او خپل دفترونه پرانیزي.

نوموړي وویل په ناسته کې به د اسلامي هېوادونو له استازو سره پر سیاسي، اقتصادي او بشري مرستو په اړه خبرې وشي.

ده همدارنګه زیاته کړه چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په هڅه کې دی چې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي او تمه یې وښوده چې یاده ناسته به د افغانستان لپاره ګټوره ثابته شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي