سریلانکا: کابینې په حجاب بندیز تصویب کړ

د بهرنیو رسنیو په حواله، د سریلانکا حکومت ملي امنیت د بورقې یا حجاب د منع کولو په اړه ګام پورته کړ او کابینې د مسلمانو مېرمنو حجاب په ګډون، د بورقې د بندولو وړاندیز تصویب کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سریلانکا کابینې دغه وړاندیز منظور کړ، سره له دې چې ملګرو ملتونو دا د نړیوال قانون نقض وباله.

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر په بورقه یا حجاب کولو د بندیز وړاندیز کړی، کوم چې به د تصویب وروسته لوی څارنوالۍ ته واستول شي او د پارلمان تصویب ته اړتیا لري، تر څو قانون شي.

بهرنۍ رسنۍ وايي، چې په پارلمان کې د حکومت د اکثریت له امله، د بورقې بندیز قانون به د کابینې له تصویب وروسته په اسانۍ سره تصویب شي.

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر “سیرت ورسکارا” هغه بورقه/ حجاب، چې د مسلمانو مېرمنو لخوا اغوستل کېږي، د مذهبي افراطیت سمبول وبلل او ویې ویل، چې د بورقې بندیز به د ملي امنیت ته وده ورکړي.

راپورونه وايي، بورقه په ۲۰۱۹ کال کې د ایسټر ځانمرګي برید وروسته په سریلانکا کې په موقتي ډول بنده شوې وه، چې په یاده برید کې ۲۶۰ کسان وژل شوي وو.