امریکا: ترهګري لا هم په نړۍ کې لوی تهدید دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې ارزونې کې ویلي چې تروریزم تېرکال په نړۍ کې یو ثابت او پراخ تهدید و.

په راپور کې راغلي‌ چې امریکا او ملګرو یې د تروریستي شبکو خلاف ستر اقدامات کړي دي.

راپور کې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دورې تر وروستي ۲۰۲۰ کال پورې د لویدیځ د ترهګرۍ ضد په هڅو راټول دی.

راپور وايي د جغرافیې په اساس په نړۍ کې د ترهګرۍ تهدید نور هم پراګنده شوی دی.

په راپور کې دغه راز ویل شوي‌ دي چې داعش په عراق او سوریې کې خپل ټول قلمرو له لاسه ورکړی دی خو، دا سازمان او نورو څانګو یې په نړیواله کچه د ترهګرۍ کمپاین روان ساتلی او خونړي ‌بریدونه یې کړي او په ۲۰۲۰ کې یې تر مخکنیو کلونو ډېر خلک وژلي دي.

دا راپور دغه راز وايي چې ایران په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.

ایران په سیمه کې د حزب الله او حماس په ګډون په بحرین، لبنان، سوریه او یمن کې د نیابتي او ملګرو ډلو ننګه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي