د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې امریکا باید د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي.
نوموړي نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې که نړۍ، ځانګړې توګه امریکا د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه به هم له سختو کړاونو سره مخ کړي.
هغه دغه راز ټینګار کړی دی چې ا.ا ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د یو نظام د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي نو ښه به وي چې نړۍ د خنډونو جوړولو پر ځای له ا.ا سره روابط ښه کړي.
ملا برادر څرګنده کړې ده چې نړیوال له دې امله د افغانستان ا.ا په رسمیت نه پېژندنې چې خپلې موخې لري خو ټینګار کوي چې دوی خپلو ارزښتونو ته ژمن دی.
د یادونې ده چې نن امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
نوموړې وایي پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د طا لبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري.
هغه وایي داسې ډېر عوامل دي چې له مخې یې دوی د مرکزي بانک شتمني نه شي ازادولی. د ساکي په خبره د سپټمبر د یوولسمې له مسئلې را نیولې، بیا په تور لېست کې د طا لب مشرانو او پر دغه ډله د شته بندیزونو تر موجودیت پورې ټول هغه څه دي چې له مخې يې امریکا د یادې شتمنۍ له ازادولو ډډه کوي.
امریکا همدا راز وایي دوی هڅه کوي له افغانانو سره د مرستو لپاره پر موثرو لارو چارو کار وکړي او داسې یوه لاره پیدا کړي چې افغانانو ته یې ګټه ورسېږي او له بشري ناورین مخنیوی وشي.