ا.ا له م.م د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل شوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې شوې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې دیبورا لاینز ویلي چې د افغانستان ا.ا غوښتنې به له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې.

دغه راز نوموړې د افغانانو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده چې پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال شیر عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه پراخوي.

د نوموړې په خبره دوی په همدې موخه په افغانستان کې خپل ټول دفترونه پرانیستي دي او ټول کارکوونکي یې خپلې دندې ترسره کوي.

لاینز همدا راز وایي دوی ددې غوښتونکي دي چې ټول هېوادونه بېرته خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي او په وینا یې اوس یې د ماموریت ستره برخه د سفارتونو د پرانیستلو لپاره د هېوادونو هڅول دي.

لاینز یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې هیله لري چې وکړی شي د روان بحران په کنټرول کې اغېزناک تمام شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي