یو‌ اس‌ ټوډې: امریکا په افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې وخوړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د چارو ډېریو امریکایي شنونکو او یو شمېر پخوانیو جنرالانو امریکا په افغان جګړه کې بایلونکې وبلله خو د سپینې ماڼۍ اوسني چارواکي لا هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په بېلا بېلو نومونو توجیه کوي.

یو‌اس ټوډې ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ستراتیژیکه ماتې خوړلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې بایډن د ولسمشرۍ په تبلیغاتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې په ډېر ښه شکل به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼه وایي، بایډن پر خپله ژمنه وفا وکړه خو تر ټولو ستره بیه یې هم پرې کړه.

مقاله کې وړاندې راغلي چې بایډن د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ واضح پلان نه لاره او همدا لامل و چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې.

مقاله کې همدا راز راځي چې بایډن د دغې جګړې فتحې ته له پام پرته خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل او په همدې توګه یې یوه بله ستره ستراتیژیکه ماتې د امریکا تاریخ ته ور زیاته کړه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي