افغانستان

یوویشتمه پیړۍ به د افغانانو لپاره څنګه وي؟

لیکنه: آغاملوک سهار له استقلال نه وروسته مو ډیر ښه پرمختګ پیل کړ، خو له فرصت څخه مو ګټه نده پورته کړي، ډیر زر له خنډ سره مخ سو. دا چې موږ هم د منځني ختیځ د نورو هیوادونو په څیر له صنعتي انقلاب نه ګټه پورته نکړه، بلکې ددي انقلاب د رهبرې او نورو مخکښو غړو پورې مو وابسته ګې درلوده، او د شوروي له یرغل وروسته مو د شلمي پیړۍ له لږ سکون … نور ولولئ

اقتصاد

بیکاري او کاري مفکوره

دلته یوه لویه ستونزه دا ده چې بیکاره ځوانان یوازې په کار پسي ګرځي. زما وړاندیز دا دی چې ځوانان دې په دې فکر کې هم وي چې څنګه کاري مفکورې رامنځ ته کړي. دا څه ستونزمن کار ندی یوه شعوري هڅه ده،۹۰٪ کسان ددي وړتیا لري چې نوښت وکړي او کاري مفکوره رامنځته کړي. ځینې خلګ په دې نه شرمیږي چې په یوه پردۍ اداره کي صفاکاري وکړي، امنیتی ګارد سي او یا بله … نور ولولئ

ټیکنالوژي

د کرونا ځاني ټست؛ آیا غواړئ آنلاین ځان معاینه کړئ؟

په افغانستان کې د کرونا لپاره لمړني اپلیکېشن د درک له خوا جوړ سو، چې ویب ساټ یې د www.cocona.af او اپلکېشن یې د Darrak Health په نوم دی. د کرونا دا اپلیکېشن ګڼې ځانګړتیاوې لري چې هرڅوک یې وړیا کارولای سي، لکه د کرونا په اړه د ولایتونو، ولسوالیو، ملي او نړیوالي دقیقي شیمرې او ریل ټایم اپډيټ. د وقایې او تداوۍ حل لارې. له کلیو او لیرې پرتو سیمو څخه د کرونا د … نور ولولئ

ټیکنالوژي

ساینس: په جینونو کې لاسوهنه ښايي د انسانانو د اوسني اوسط عمر کچه دوه چنده کړي

په۱۸۵۰میلادي کال کي د انسانانو متوسط عمر ۴۰ کاله وو، د بې بې سې د راپور په اساس په 2014 کال کې په نړۍ کې د انسانانو متوسطه کچه 80 کلونو ته پورته شوه. د جنیټک د متخصصین اټکل کوي چې د یوویشتمي پیړۍ د دویمي نیمایې په وروستیو کې به د انسانانو د عمرونو اوسط د ۱۲۰ کلنو په شاوخوا کې وي. په تیرو پنځلس کلنو کې جنیټيک ساینس د ساینس د نورو برخو … نور ولولئ

سیاست

د پارلماني ټاکنو نتایج به څنګه وي؟

که څه هم د تیرې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې مشکلات ډیر وو، ولې دا هم باید ووایم چې تر ډیره د پخوا په نسبت رایه اچوونې له اړخه شفاف انتخابات وو. ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال ریاست جمهورې ټولټاکنې او د ۲۰۱۰ کال پارلماني ټولټاکني ډیر له درغلیو ډکې وي. حتا ما په سترګو هغه وخت ولیدل چې ډیری رئیس محلانو او ډیفسېانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د انتخاباتي کارتونو کاپيانې … نور ولولئ

ټیکنالوژي

ټاکنو کې له بایومټریک وسایلو استفاده او پایله یې

د انتخاباتو کمیسون پلان لري چې د پارلماني ټاکنو په ورځ له واړو بایومتریک ډیواسونو(Mini Biometric Fingerprint Scanner) څخه د درغلیو د مخنیوي په خاطر کار واخلې. لمړی خو دا ښه اقدام دی، چې له ټکنالوجي څخه په ټاکنو کې کار واخیستل سي. بایومتریک نوی څه نده پخوا به خلکو په اسنادونو او کاغذونو باندې په رنګ کړې ګوتې لګولي، خو اوس تر ډیره بایومتریک دیجیتل سوی، له دي ډول وړو ډیواسونه څخه په ترافیکې، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په افغانستان کې د لویو ټرافیکي پيښو مخنیوی: د یوه افغان ځوان ارزانه او ګټوره طرحه

دا لیکنه او طرحه د سافټ ویر انجینر اغا ملوک سهار لیکلې او وړاندې کړې ! تیر کال مې یو ځاي ولوستل چې د احمدشاه ابدالی په نوم د شرکت موټرو د ټکرونو په پایله کې تراوسه ۳۰۰۰ زره کسان مړه سوي او په زرګونه نور ژوبل سوی. ډیری وخت ډیری بدي او لویې پیښې هم له دی بس موټرونو د بې احتیاطي له امله رامنځته کیږي، لکه دوه دری کاله مخکې د غزني په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په کانکور کې که بریالي شو څه وکړو؟ یا که ناکام شو څه وکړو؟ ‎

تیره ورځ د کانکور نتایج اعلان سول، په زرګونو کسان دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بریالي سوي، ورته مبارکې وایم، خو په زرګونه کسان ممکن هغه رشته چې ددوی انتخاب وه، نه دي توانیدیلي، او یا بیخي نه وي بریالي سوي، ندي خفه کیږي. که څه هم پنځه کاله مخکې زه کانکور کې په لوړه نمره هغه پوهنځي ته ولاړم چې علاقه مې ورسره وه، نور پوهنځې مې هیځ انتخاب نکړ، که زه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

نوښت (خلاقیت) څه دی او څنګه نوښت وکړو؟ ‎

نوښت نه یوازې د کار او ژوند ښایست دی بلکې د بریالتوب او چټک پرمختګ تر ټولو لوي عامل دی، د بریالیتوب یوازینۍ لار هم نوښت دی. نوښت یوه شعوري هڅه ده، نوښت نوي تقاضاوي رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایي، هرڅوک نوښتګر کیدای سي، او هر څوک نسي کیدای، ځکه دا د فرد په هڅو، هوډ، او پلان پورې اړه لري. د نړۍ ستر بدلونونونه د نوښت نتیجه ده، که نوښت … نور ولولئ

ټیکنالوژي

د امریکايي بالونونو دنده څه شی دی؟

ددي بالونونو اصلي نوم جلنز (JLENS= Joint Attack Cruise Missile Defense Elevated Netted Sensor System) یا جاسوسې بالونونه دي. دا بالونونه له هیلیم غاز نه ډک دي، ځکه هیلیم سپک غاز او خنثا غاز دی، چې د چاودیدو امکان یې نشته. د بحر له سطحې ۳۰۵۰ متره لوړ دي، ۷۴ متر اوږدوالی لري، وزن یې ۳۲۰۰ کیلوګرام دی، د هر بالون بیه د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په شاخوا کې ده. دا بالونونه په وروستۍ ټکنالوژې … نور ولولئ