نړیوال بانک د افغانستان د یوې برخې شتمنۍ پر ازادولو بحثونه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې نړیوال بانک له امریکا سره تر مشورو وروسته نن پر دې بحث کوي چې د افغانستان یوه برخه شتمني د بشردوستانه مرستو او همکاریو لپاره ازاده کړي کنه.
سرچینه وايي نړیوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د کنګل شوو پیسو یوه برخه، د بیا رغونې له صندوق بشري ادارو ته ولېږدوي او له هغه وروسته به پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.
د نړیوال بانک چارواکو ویلي، سره له دې چې په دې تړاو یې له امریکا سره مشورې کړې دي، خو لا هم دا پروسه پېچلې ده او که د دوی پرېکړه نهايي شي نو د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې کنګل شوې شتمني به ازاده کړل شي او هغه به د بیا رغونې پر ځای پر بشري مرستو لګول کېږي.
وروسته له هغه چې طا لبان په کابل کې واکمن شول، امریکا پرېکړه وکړه چې د افغانستان ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړي، له دې شتمنۍ ډېره برخه یې په نړیوال بانک کې ده.