ژباړه
١ – حتمي نه ده چې په یوه کار کې عالي اوسﺉ او بیا یې پيل کړﺉ. باید پيل یې کړﺉ، چې پکې عالي شﺉ.
٢ – د اعتماد جوړول کلونه وخت نیسي، نړول یې څو ثانیې او رغول یې تر ابد …
٣ – مقاومت وکړه تر څو ځلانده پاتې شې. لوېدلې ډېوې مړې کېږي.
٤ – هغه چا سره مینه ولره چې ورته ګران/ ګرانه یې، حتا که د درګاه غلام دې هم و. هغوی چې ته یې نه خوښېږي، هېڅکله دښمني مه کوه.
٥ – هېڅ یو زموږ څخه د ” کاشکې“ ویلو سره کوم ځای ته نه رسېږو.
٦ – ” وخت“ د وګړو ژمنتوب ثابتوي، نه ”ژبه“
٧ – تل باید په یاد ولرو چې نا ویلې ووایو…
خو ویل شوې خبرې هېڅکله بېرته نشو اخیستلای.
٨ – ځان ښودنه، د ځان لیدل نه دي…
ځان ښودنه د نورو نه لیدل دي.
٩ – هېڅ ډول سینګار ستا بد شخصیت نشي پټولای.
١٠ – خلکو سره د هغوی د لیاقت په اندازه مینه وکړه او د ظرفیت په اندازه ورته اظهار وکړه.