ملګري ملتونه: د ناورین د مخنيوي لپاره د افغانستان شتمني باید ازاده شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ملګري ملتونه وایي د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت ترینګلی بللی دی.

نوموړې ویلي چې باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره همکارۍ ډېرې شي او دلته دې خلک له بشري ناورین وژغورل شي.

لاینز وایي افغانستان اوس له داسې یوه ناورین سره مخ دی چې مخنیوی یې کېدلی شي او امریکا ته په کار ده چې ددغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

هغه وایي دمګړی د شتمنیو د کنګل کېدو له امله له افغانستان سره سوداګري په ټپه ولاړه ده، بانکي خدمات فلجېږي، اقتصادي وضعیت ترینګلی کېږي او له همدې امله بې ثباتي رامنځ ته شوې ده.

لاینز تمه ښوودلې چې نړیوالې بشردوستانه مرستې له افغانستان سره ډېرې شي او دغه هېواد له ناورین وژغورل شی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان نوي حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري د امریکا کانګریس ته په همدې تړاو یو لیک لېږل شوی او په هغه کې له دغه هېواد غوښتل شوي چې د افغانستان د اسعارو زېرمې ازادې کړي او دلته دې د ناورین د دوام سبب نه کېږي.

په لیک کې راغلي چې دمګړی په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه اقتصادي مسئله ده او د امریکا کانګریس ته په کار ده چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو پر پوهنې، روغتیايي، عامه خدماتو او نورو اړوندو ادارو ناوړه اغېز کړی دی، چې باید د شتمنیو کنګل نور دوام و نه کړي.

افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د شتمنیو کنګل کېدل کومه ستونزه نه شي حل کولی، نو له همدې امله امریکايي حکومت ته په کار ده چې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې وپالي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي