متقي: د تېر نظام پوځیانو ته په خپلو لیکو کې ځای نه ورکوو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي.

متقي دا څرګندونې پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کړي دي.

هغه ویلي، کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نوره اړتیا نشته. سره له دې چې طالبانو مخکې ویلي و د افغانستان د مخکني رژیم امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نوي پوځ کې شامل کړي خو متقي وویل هیواد وړوکي پوځ ته اړتیا لري او د هغه په قول د داسې کسانو نه باید جوړ وي چې وفادار او هیواد پالنې ته ژمنتیا ولري.

هغه دغه راز ویلي، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو او د ټول‌شموله ادارې د جوړېدو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي.

متقي نړیوالې ټولنې ته په اشارې ویلي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې په‌ دې پوه نشول چې د فشار تاکتیک په طالبانو کار نه‌ کوي.

متقي همدارنګه ادعا وکړه چې اوسنۍ کابینه یې ټولشموله ده او د افغانستان د مختلفو پرګنو غړي پکې برخه لري خو وایي چې نړیواله ټولنه کوښښ کوي طالبان مجبور کړي چې سیاسي مخالفینو ته په کابینې کې ځای ورکړي. متقي وویل چې دا په بل ځای کې ممعول نه دی.

امیرخان متقي په داسې مهال د کوچني پوځ د جوړولو خبره کوي چې د طالبانو لوی درستیز د یوه لوی پوځ په جوړولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین په یوه خبره غونډه کې ویلي وو، چې غواړي ۱۵۰ زره نور کسان خپل پوځ ته ور زیات کړي او دغه شمېر به ډېری د پخواني نظام پوځیان وي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي