ملګري ملتونه: افغانستان سږ کال له سخت بشري ناورین سره مخ دی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی چې د افغانانو د وضعیت د څارنې لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و وايي چې افغانستان له یو بشري ناورین خوا ته روان دی.

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر انتونیو ویتورینو په افغانستان کې په روانو حالاتو سخت اندېښمن دی، وایي راروان ژمی به لا د خلکو ستونزې زیاتې شي، نو په‌کار ده چې له اړمنو سره ژر تر ژره مرستې وشي.

دا څرګندونې تېر ماښام د یادې ادارې په ټویټرپاڼه خپرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: “زه کابل کې یم. د ګڼو بېړنیو حالاتو یوې مجموعې دا هېواد د بشري ناورین خوا ته وړی دی. افغانان چې کلونو جګړو او نا امنیو ځپلي وروستیو وچکالیو او کرونا وبا یې لا پسې کړاوونه زیات کړل. ملیونونه کسان له یوه اقتصادي ناورین سره مخ دي. راروان ژمی به لا زیات خلک اغېزمن او ستونزې به‌یې ورزیاتې کړي. موږ له وخت سره په مقابله کې یو چې لکونه اړمنو کسانو ته د ژمي په درشل کې مرستې ورسوو.”

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دمګړۍ پنځه نیم ملیونه افغانان د اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو او ناخوالو په سبب له خپلو اصلي مېنو کډې ته اړ شوي دي.

په دې شمېرو کې یوازې شپږ لکه او ۷۰ زره د سږ کال دي چې په‌کې ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان شامل دي.

چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دمګړۍ پنځه نیم ملیونه افغانان د اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو او ناخوالو په سبب له خپلو اصلي مېنو کډې ته اړ شوي دي.

په دې شمېرو کې یوازې شپږ لکه او ۷۰ زره د سږ کال دي چې په‌کې ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان شامل دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عمومي رییس انتونیو ویتورینو او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ویتورینو ویلي چې د ژمې له رارسېدو سره د دوی لومړیتوب بېوزلو ته سرپناه او نور اړین توکي رسول دي او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې متقي د ملګرو ملتونو له مرستو څخه د مننې تر څنګ ټینګار کړی دی چې حقیقي اړمن خلک مشخص او له غیر مستحقو نه جلا شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده شي څو مستحقینو ته لاسرسی وشي او اقتصادي ستونزې په اساسي توګه حل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي