د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان سوداګري پيل شوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري پیل شوې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د ازبکستاني توکو لارۍ د افغانستان له لارې تورخم ته رسېدلې دي او هلته یې د ازبېک او پاکستاني پلاوي له لوري هرکلی شوی دی.

په دې پلاوي کې د ازبکستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران هم شامل وو او دا یې د سیمه ییز اتصال او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

په دې سره پاکستان کولی شي د افغانستان له لارې خپل سوداګریز توکي ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته ولېږدوي او همدا راز ازبکستان خپل توکي پاکستان ته لېږدولی شي.

پاکستان داسې مهال له افغان خاورې د خپلې سوداګرۍ لپاره د ګټې پورته کولو هڅه کوي، چې لا هم د افغان سوداګرو توکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، وخت ناوخت لارې تړي او له ټولو ممکنو لارو کوښښ کوي افغان تجارت او سوداګر زیانمن کړي.

په ورته وخت کې تاجکستان وایي افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد او لوجستیک په برخه کې همکاري کوي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره او په دغه هېواد کې اړمنو ته د مرستو رسولو په موخه له مرستندویه بنسټونو سره لوجستیکي همکاریو ته تیار دی.

دده په خبره تاجکستان اجازه ورکوي او د اړتیا پر مهال دا همکاري کوي چې په افغانستان کې اړمنو وګړو ته پر وخت مرستې ورسېږي.

هغه د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې یو ځل بیا ویلي چې له افغان خاورې اندېښنه لري او په خبره یې دوی ځکه تر بل هر هېواد له خطر سره مخ دي چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او له دې ځایه ښایي مرکزي اسیا ته خطرونه جوړ شي.

تر دې وړاندې هم تاجکستان دغه ډول اندېښنې شریکې کړې دي خو افغان لوری وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته خطر جوړ کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي