ټرمپ: بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکام او ناکاره ولسمشر دی

رنګین تجريدي ډیزاین

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په خپله هم دوه ځلې استیضاح شوی دی وایي چې د سپینې ماڼۍ اوسنی واکمن د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکاره ولسمشر دی.

هغه زیاته کړې، مخکې تر دې به د امریکا تر ټولو ناکام ولسمشر جیمي کارټر بلل کېده خو کله چې بایډن واک ته ورسېد جوته شوه چې نوموړی تر هغه هم ناکاره دی او په سلو کې یې حتی د لس سلنه امریکایانو غوښتنې هم نه دي پوره کړې.

نوموړي له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، لکه څنګه چې ده د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو، بایډن د امریکا د ولسمشرۍ وړتیا نه لري، دا دی ټولو امریکایانو ولیدل چې د ټرمپ خبره سمه ده او اوس ټوله امریکا پر دې باور لري چې جوبایډن د متحده ایالاتو په څېر د یو مقتدر هېواد د چارو مدیریت نه شي کولی.

په همدې حال کې بایډن بیا ویلي چې د کورنیو ستونزو سربېره له ده څخه د نړیوالو رضایت په لوړه کچه کې دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي