سټولټنبرګ: له بهره په افغانستان کې بریدونه کولی شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ناټو وايي که افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي؛ نو له بهر به د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی په دې هیله دي چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه رامنځ ته نه شي او دغه هېواد سیمې او نړۍ ته په ګواښ بدل نه شي.

دده په وینا که داسې کوم څه کېږي نو دوی به له افغانستان بهر په دغه هېواد کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي او خپل بریدنه به تنظیم کړي.

سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې نن د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه ترسره شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان اړوند مهم مسایل د ناټو د غړو هېوادونو د وزیرانو تر بحث لاندې وي.

د یادونې ده چې نن د ووډ وېلسن څېړنیز مرکز په یوه انلاین کنفرانس کې پخوانیو امریکايي ديپلوماتانو او د افغانستان د مسایلو څارونکو ویلي، چې طالبان دمګړی په افغانستان کې واک ته رسېدلي او ددغه هېواد واګې له دوی سره ده نو امریکا او ملګرو ته یې په کار ده چې په مذاکراتو او تعاملاتو کې ځنډ و نه کړي.

د دوی په خبره ددې جدي اړتیا ده چې نړۍ له نوي حکومت سره مذاکرات او تعاملات پیل کړي او په دې توګه په افغانستان کې له یوه احتمالي ناورین مخنیوی وکړي.

ديپلوماتان ټینګار کوي چې د افغانستان له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره باید همکاري وشي څو په دغه هېواد کې د ثبات او امنیت په راوستلو کې مثبت ګامونه اوچت کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي