امریکا د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې او مسووله ټاکلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې پخوانۍ ديپلوماته الزابت جونز د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو د نوې مسوولې په توګه ګومارل شوې ده.
هغه به د افغانانو له ایستلو نیولې تر ځای پر ځای کولو پورې ټوله پروسه څاري او تنظیموي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دمګړی د کډوالو د وتلو بهیر ګډوډ دی او دوی هڅه کوي هغه کسان ولېږدوي چې په رښتینې مانا له خطرونو سره مخ دي.
امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته زرګونه کسان له دې ځایه لېږدولي چې د راپورونو له مخې دمګړی د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي او ځینې یې ان ددې غوښتونکي دي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.