جي-۲۰ هېوادونه نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو مشران نن د افغانستان په اړه غونډه کوي.

دا ځانګړې سرمشریزه د هغه ناورین د ځوابولو لپاره را بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې سږ کال د ‘جي-۲۰’هېوادونو د غونډې مشري کوي ویلي، چې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپلې ګډې موخې وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، چې د غونډې له پیلېدو مخکې ، هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

تمه کېږي چې د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو په مشرانو سربیره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.

بلخوا د ا.ا.ا هیله ښودلې، چې امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې ور خلاصې کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز په یوه بحث کې پر امریکا نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې امریکا باید بشري مسایل له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

نوموړي زیاته کړې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم امریکا د افغانستان نهه میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالره کنګل کړي، څو د طالب چارواکو لاسرسی ورته بند شي.

متقي ویلي، چې امریکا باید د پیسو کنګل کېدل د فشار په توګه ونه کاروي، ځکه د امریکا دې کړنې د افغانستان خلک اوس له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې دمګړۍ د تېر حکومت شااوخوا پنځه لکه مامورین په دندو بوخت دي او دوی معاشونه ورکوي.

متقي د نجونو د ښوونځيو په اړه ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي او په تدریج سره به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي