د طالبانو یوه ویاند يوې المانۍ رسنۍ سره په مرکه کې، د المان او نړيوالې ټولنې د اړینو ملاتړونو غوښتنه کړې او د نه کولو په صورت کې يې د پايلې په اړه بدو پایلو خبر ورکړ.
د جرمني ”دي سايت“ نشريه لیکي چې مطیع الله روحاني، د طالبانو یو ویاند یکشنبه په قندوز کې د جرمنیانو په پخوانۍ پوځي اډه کې مرکه کې ټينګار وکړ، چې طالبان د بهرنیو مرستو هرکلی کوي.
نوموړي وويل دا مرستې کېدای شي د پانګهاچونې، د بیا رغونې پروژې و یا هر ډول بشر دوستانه مرستو په ډول د افغانستان دولت ته وړاندې شي.
طالب ویاند په خبرو اترو کې ټينګار کړی، چې دا غوښتنه ټولې نړیوالې ټولنې، او المان ته خطاب کې ده.
نوموړي ټينګار کړی چې افغانستان کې يې سوله راوړې او تروریت نشته.
همدارنګه ذبیح الله مجاهد هم د اشپيګل اونیزي سره په مرکه کې، د ملاتړ نه کولو د بدو پايلو په اړه خبر ورکړ او ويې ويل: که دا مرستې ونشي او که نړیواله ټولنه زموږ اعتبارونه وتړي، مرستې ودروي او د اړیکو نیولو ډډه وکړي موږ ته کړکېچن حالت جوړېږي او دا به د نړۍ لپاره غټه مسئله وي.
مجاهد د افغانو ښځو پر واندې د محدودیتونو د وضع کولو په اړه وویل: دا په بشپړه یو تخنیکي اقدام دی. لومړی باید د نجونو لپاره په یوې امنیتي طرحې کار وشي چې هم مکتب او هم تګ راتګ ورته ډاډمن شي. مجاهد وويل چې هېڅ یو له دې کړنو په تېر حکومت کې نه وو.
ذبیح الله مجاهد په موقت دولت کې دبېلابېلو قومونو د نشتون په اړه د غرب انتقادونه رد کړل.
هایکو ماس، د المان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې ويلي و، هر کله چې سیاسي او امنیتي شرایط اجازه ورکړي، دا هېواد به خپل سیاسي دفتر په افغانستان کې پرانیزي. البته د دې هېواد سفارت پرانيستل الزاما د طالبانو په رسميت پېژندلو مانا نه لري.