نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په پنجشیر کې د طالبانو پر وړاندې د مخکینۍ جبهې مشر چې اوس له افغانستانه د باندې دی په واشنګټن کې یې د ځان په ګټه له نامتو لابي ګر سره قرارداد لاسلیک کړی دی.
د ورځپاڼې په خبره، احمد مسعود د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ له رابرټ سټریک سره یو تړون لاسلیک کړی دی څو دده په ګټه د بایډن په اداره کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره ځان ته ملاتړ جلب کړي.
دغه قرارداد چې د چهارشنبې په ماښام د امریکا عدلیې وزارت ته راجع شوی دی په ګوته کوي چې احمد مسعود له امریکایانو غواړي چې له ده سره مرسته وکړي څو طالبانو ته ستونزې جوړې کړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، مسعود پر داسې مهال په دې اقدام لاس پورې کوي چې د بایډن ادارې په وار وار ویلي چې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې رول لوبولو ته هیڅ لېوالتیا نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشیر له نېولو وړاندې مسعود په خپلو خبرو کې په پنجشیر ولایت او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د طالبانو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې «د اسلامیت او بشریت ضد» بللي وو.
هغه خپلو پلویانو ته په یو غږیز پیغام کې وویل: «نن خپلو عزیزو خلکو ته یو مشخص پيغام لرم: وطنوالو هر چېرې چې یاست، که بهر کې یاست او یا داخل کې، له تاسو غواړم چې د خپل وطن د عزت، ابادۍ او سر لوړۍ لپاره عمومي قیام وکړئ… زموږ هیله دا ده چې هره خور او هر ورور چې په هر ځای کې دی او هر رنګ چې کولای شي، د وطن د نجات لپاره دې ودریږي، قیام وکړي او مقاومت دې وکړي. که څوک وسله واله مبارزه کولای شي، موږ یې تر څنګ ولاړ یو. که څوک مظاهرې کوي، موږ یې غږ کیږو، ننګ یې کوو او تر څنګ یې ولاړ یو. او د وطن د نجات لپاره تر وروستۍ شېبې پورې یې تر څنګ دریږو.»
طالبان بیا څو څو ځله وویل، چې خپلو ټولو مخالفانو ته یې «عمومي بخښنه کړې او هغوی کولای شي خپل عادي ژوند» وکړي.
هیره دې نه وي، چې د احمد مسعود او د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له مخالفت سره سره پنجشیر بیا هم د طالبانو لاس ته ولوېده او اوس مهال د طالبانو په ولکه کې دی.