طالبانو په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې کرکټ به داسې پالي لکه څنګه چې په دې تېرو شلو کلونو کې پالل شوی او افغان لوبډلې پرمختګ کړی دی.
افغان لوبډله هم په خپل حال ده او نوی رئیس هم ورته د طالبانو لخوا عزیزالله فضلي وټاکل شو.
کرکټ په افغانستان کې د هیلو او خوښیو لوبه
د سپورټ سټار په نامه یوې وېب پاڼې د ورزشي خبریال ابراهیم مومند یوه مقاله خپره کړې، چې په دې مقاله کې ښاغلي مومند د افغان کرکټ بیلابېل اړخونه راخیستي دي.
هغه لیکلي دي کرکټ د افغانانو لپاره د هیلو سرچینه او د الهام چارچوکاټ دی.
افغان کرکټ لوبډلې په تېرو شلو کلونو کې بې ساری پرمختګ وکړ، چې په ترڅ کې یې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو غړیتوب ترلاسه کړ.
په دوو نړیوالو یو ورځنیو او دوو شل اوریزو جامونو کې افغان لوبډله راڅرګنده شوه، چې د افغان کرکټ یو ځلاند تاریخ یې جوړ کړ.
د لوبډلې دې پرمختګ نه یواځې د افغانانو ډاډ ترلاسه کړ، بلکې لوبغاړو دې موقع هم برابره کړه، چې د هېواد هیلې تاندې وساتي.
دا هرڅه په تېرو دوو لسیزو کې رامنځته شول؛ خو اوس ډېری افغانان دې ته اندېښمن دي، چې له دې وروسته به د طالبانو په واکمني کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د کرکټ مسئله څنګه کېږي؟
د لوبغاړو خوشبیني
حشمت الله شهیدي چې تازه د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کرکټ راتلونکي ته خوشبینه دی او په نېک پال یې نیسي.
نږدې لس ورځې وړاندې د طالبانو یو مشر انس حقاني په کابل کې د کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو او رهبرۍ غړو سره لیدنه لرله، هغه په دې لیدنه کې لوبغاړو ته وویل چې د طالبانو له ټیټ ربه غړو نیولې تر لوړو پوړو طالب چارواکو ټول د کرکټ ملاتړ کوي او کرکټ لوبې ته به د دوی په واکمنۍ کې ستونزه نه وي.
په تېرو شلو کلونو کې تریلیونونه ډالر ولګېدل؛ خو بیا هم جنګ جریان درلود او یواځې همدا کرکټ و، چې ۹۸ سلنه افغانانو په شونډو یې مسکا خپروله او نړیوالو ته یې د سولې ستر پېغامونه ورکول.
کرکټ او ځېنو نورو مهمو فعالیتونو د افغانستان تصویر داسې وړاندې کړ، چې نړیوال یې حیران کړل.
که څه هم نړیوالو افغانانو د ترهګرو په نامه پېژندل، دوی وروسته پاتې بلل او تر ډېره پورې یې د تېرو زمانو د انسانو فکر کاوه، خو افغانان د تعلیم، کمپیوټر، ټېکنالوژۍ، ورزش او نورو برخو کې دومره وځلېدل، چې نړۍ یې تصور نشو کولای.
دوی افغانستان د یو داسې هېواد په توګه معرفي کړ، چې خلک یې هوښیار، باشعوره، باعقله او د پرمختګ شوقیان دي.
د کرکټ نړۍ ډېری نور هېوادونه اوس په دې فکر کې دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به د افغانستان کرکټ په نړیوال سټېج کې څنګه وي؟
د افغان کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول حکمت حسن وايي، کرکټ به د نوي رژیم په وخت کې هېڅ اغېزمن نشي، طالبان له کرکټ سره هېڅ ستونزه نه لري او هغوی هر وخت له کرکټرانو سره مخامخ لیدنې کوي.
حسن وویل چې له طالبانو سره په معرفتي ناسته کې د هغوی د کلتور او ورزش کمیسیون څخه یې ډاډ ترلاسه کړی، چې دوی د کرکټ بورډ ملاتړ کوي او کرکټ بورډ کولی شي، خپل راتلونکي پلانونه درست تعقیب کړي او د کرکټ په پرمختګ کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
طالبانو یواځې دومره تغیر راوستی، چې عزیزالله فضلي یې یو ځل بیا د کرکټ بورډ رئیس کړ او فرهان یوسفزی چې په کرکټ بورډ کې ډېری وخت نه و موجود له مشرۍ لېرې شوی دی.
د کرکټ بورډ د رسنیو مسوول حکمت حسن ډاډ ورکړی، چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا سره ښې اړیکې لري، راتلونکي نړیوال جام کې به لوبډله ګډون کوي او ډېر دوه اړخیزې لوبلړۍ یا سیریزونه به هم په لاره واچوي.
که څه هم ملي لوبډله ونه توانېده چې د سیاسي اوضاع د بدلون له امله د پاکستان پر وړاندې سریلانکا کې لوبې وکړي او د مارچ یا اپرېل میاشتو راهیسې افغان لوبډلې لوبې نه دي کړي؛ خو لوبغاړو بیا هم خپلې هیلې نه دي بایللي او لا هم راتلونکي ته پوره خوش باوره دي.
لوبډلې په کراتو په کابل کې خپل تمریني کمپونه ترسره کړل او د پاکستان پر وړاندې یې لوبو ته لوبډله هم اعلان کړې وه؛ خو حالات او وضعیت ډېر ژر بدل شول.
ډېره اندېښنه له خلکو سره دا هم وه، چې ایا دوه افغان وتلي کرکټ ستوري راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل به لوبو ته دوام ورکړي؟
دواړو سرچینو ته ویلي چې دوی د لوبډلې لوبغاړي دي او راتلونکو لوبو کې له لوبډلې سره مله دي.
راشدخان د اسد په ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې سره برابره ده، د انګلستان سل بالیز کرکټ کې په خپل مخ د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ رسم کړی و او د خپلواکۍ ورځ یې ونمانځله.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب الرحمن به د آیپياېل سیالیو کې هم ګډون وکړي، دا سیالۍ اتلس ورځې وروسته په عربي متحده اماراتو کې پیلیږي.
راشدخان او محمدنبي د نړۍ په کچه بوخت لوبغاړي دي، چې د نړۍ مختلفو لیګونو کې لوبېږي، د دې سربېره، نوین الحق، قیس احمد او مجیب الرحمن هم ډېری لیګونو کې حاضر وي.
دوی به تل د ملي لوبډلې غړي وي او د افغانستان لپاره به لوبېږي.
ټول افغان مشهور لوبغاړي لا هم افغانستان کې دي او د کابل، ننګرهار او خوست په کرکټ اکاډمیو کې په مسلکي کرکټ بوخت دي.
د اتم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ لپاره بولي هم وشوه او د اته لوبډلو لپاره لوبغاړي واخیستل شول.
د اسد په ۲۸ مه د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ازادۍ د یو سلو دویمې کالیزې په مناسبت شل اوریزه لوبه هم ترسره شوه، چې طالبانو یې هېڅ مخالفت نه دی کړی او خوښ وو ورته.
افغان لوبډلې په تېر کې تمریني کېمپونه د نوروز منګل، جاوېد نوري، روزي خان زرمتي او سید رحمان تر روزنې لاندې ترسره کړل.
افغان لوبغاړي به ډېر ژر د شپږیزې لیګ لپاره په کابل کې تمرینات پیل کړي او د رهبرۍ غړو ویلي چې د تمریناتو پر وړاندې کوم خنډ نشته.
فریدالله محمدي چې د طلوع نیوز خبریال دی، د افغان کرکټ په اړه ویلي چې د کرکټ راتلونکی د افغانستان په راتلونکي حکومت پورې تړلی، که چېرې د افغانستان راتلونکی حکومت داسې جوړ شي، چې خدای ناخواسته نړیوال یې په رسمیت ونه پېژني؛ نو دوی کرکټ به هم ورسره بې برخلیکه شي او که حکومت داسې وي، چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني، نو بیا د کرکټ ولولې شونې دي.
هندوستان د کرکټ برخه کې له افغانستان مرسته کوله، همدارنګه پاکستان هغه هېواد و، چې د کرکټ برخه کې یې له افغانستان سره په نړیوال سټېج کې کومک کاوه؛ خو که هند اوس له خپل ملاتړ او سَپُورټ څخه لاس واخلي، ښایي د کرکټ د پرمختګ پر وړاندې ستونزې پېښې شي.
په تېر کې هندوستان، افغان لوبډلې ته په هند کې لوبغالي په واک کې ورکړي وو او هم یې ویلي وو، چې هره لوبډله کولای شي د افغان لوبډلې په کوربتوب په هند کې له افغانستان سره لوبې وکړي؛ خو که راتلونکي حکومت سره هند ښې اړیکې ونه لري، دا برخه هم اغېزمنېدای شي.
که څه هم د هند کرکټ بورډ ویلي چې دوی به له افغان کرکټ بورډ سره خپلې مسلکي اړیکې وساتي
د ښځينه لوبغاړو پر وړاندې خطر
افغان کرکټ بورډ کابو پنځه میاشتې وړاندې د ښځينه وو کرکټ لوبډله فعاله کړه او په کابل کې یې تمرینات ترسره کړل، هیله وه چې دا لوبډله به یو وخت لکه د نارینه وو په څېر په نړیوالو لوبغالو ولوبېږي او ویاړونه به راوړي؛ خو لا هم د دې لوبډلې لپاره شین څراغ نه دی روښانه شوی.
د ښځينه وو کرکټ لوبډلې بنسټګرې دیانا بارکزۍ رویټرز خبري اژانس ته ویلي که چېرې په افغانستان کې د ښځينه لوبډلې فعالیتونوته اجازه ورنه کړل شي، نو دا به د افغانستان کرکټ ته بې احترامي وي.
بارکزۍ وویل لکه څنګه چې طالبانو د نارینه وو لوبو ته ډاډ ورکړ، داسې باید د ښځينه وو لوبډلې ته هم ډاډ ورکړي او ملاتړ یې وکړي.
د ښځينه کرکټ لوبډلې د لومړۍ لوبډلمشرې او روزونکي دیانا بارکزۍ په وېنا په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳ زره او ۷۰۰ ښځينه کرکټ لوبغاړې شتون لري.
په ۲۰۰۹ کې د ښځينه کرکټ لوبډلې لپاره بارکزۍ لوبډلمشره ټاکل شوې وه، خو کرکټ بورډ په ۲۰۱۰ کې د ښځينه وو لوبو لپاره عملي اقدام وکړ، خو بارکزۍ وایي په ۲۰۱۴ کې یې له دې وجې د ښځينه وو له کرکټ څخه استعفا وکړه، چې کرکټ بورډ یې ډېره پورې ملاتړ نه کاوه.
افغان ښځينه لوبډلې په ۲۰۱۲ کې تاجکستان کې لوبې وکړې، چې وې یې ګټلې.
اوس ښځينه کرکټرانې وایي که چېري وخت ورکړل شي، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولري او د افغانستان نوم به لا پسې وځلوي.
د افغان کرکټ د ځلېدو وخت
د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ کې الله داد نوري د افغانستان کرکټ ملي لوبډله جوړه کړه، چې دې لوبډلې په ۲۰۰۱ کې په پاکستان کې ګرېډ ټو یا دویمه درجه کورنۍ سیالۍ وکړې او افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا غړی شو.
په ۲۰۰۳ کې افغان کرکټ بورډ د اسیا کرکټ شورا غړیتوب هم ترلاسه کړ.
افغان لوبډلې په ۲۰۰۴ کې خپله لومړۍ نړیواله بریا د بحرین پر وړاندې ونمانځله.
۲۰۰۷ کې یې د اسیا کرکټ شورا د شل اوریزو قهرمانۍ جام سیالۍ کې بریا خپله کړه.
افغانستان له دې وروسته په نیو جرسي ډیویژن فایف سیالۍ وګټلې او په تانزانیا کې یې ډیویژن څلور سیالۍ په ۲۰۰۸ کې وګټلې.
په سویلي افریقا کې په ډیویژن ون لوبو کې افغان لوبډلې له ځلېدلو وروسته د یو ورځنیو لوبو حق ترلاسه کړ او د دویمه درجه یا اسوشېټ هېوادونو غړیتوب یې خپل کړ.
په ۲۰۰۹ کې د وخت ولسمشر حامد کرزي د کرکټ فدراسیون نوم په کرکټ بورډ بدل کړ، له دې وروسته د کرکټ لوبډلې په بودیجه کې د دولت، اسیا کرکټ شورا او کرکټ نړیوالې شورا لخوا د پام بدلون او زیاتوالی راغی.
افغان لوبډلې په ۲۰۰۹ کې د سکاټلېنډ پر وړاندې بریا خپله کړه او له دې وروسته یې د شل اوریز نړیوال جام لپاره د کوالیفای پړاو لوبې وګټلې.
۲۰۱۰ کې یې په ویسټ انډیز کې په نړیوال شل اوریز جام کې ګډون وکړ.
له دې وروسته په کابل، ننګرهار او خوست کې د کرکټ لوبغالي جوړ شول، لسګونه کرکټ اکاډمۍ جوړې شوې او په زرګونه ځوانان په مسلکي کرکټ بوخت شول.
مختلفو مشهورو کرکټرانو د افغان لوبډلې روزنې وکړې، لکه کبیرخان، راشدلطیف، پېټرانډرسن، انډي مولز، انضمام الحق، لالچند راجپوت، فېل سېمونس او لېنس کلوزنر.
اوس د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکی د اسټرالیا چټک بالر شاون ټېټ او د توپوهونکی روزونکی د سریلانکا اوېشکا ګوناوردني ټاکل شوی دی.