ملګري ملتونه: وچکالي د اوو میلیونو افغان کروندګرو ژوند ګواښي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ملګري ملتونه وایي وچکالي د شاوخوا اووه میلیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو ددې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي.

سرچینه وایي چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او ددې احتمال شته چې له کروندګرۍ لاس په سر شي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د افغانستان اووه میلیونه کروندګرو ته باید د خوراکي او نورو توکو مرستې برابرې کړل شي.

سرچینه زیاتوي که کروندګر له کروندګرۍ لاس په سر شي په افغانستان کې به د خوړو د مصونیت کچه نوره هم راټيټه شي او دا به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې د افغانانو د ډله ییزې کډوالۍ لپاره باید تیاری ونیول شي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دوی له خپلو ملګرو او همکارو بنسټونو غوښتي چې باید شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر د احتمالي کډوالۍ لپاره ځانګړي کړي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې دمګړی شاوخوا نیم میلیون افغانان ډله ییزه کډوالي کوي او ددې احتمال شته چې دا شمېره لوړه شي.

د یادې ادارې چارواکو ویلي دا چې هر څه په یو ځلي پېښ شول او ډېرو خلکو ته د تګ لارې پیدا نه شوې، نو ځکه ښایي په راتلونکو میاشتو او اونیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ کچه لوړه شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي