د کابل هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې له امله درې کسان وژل شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر سره د ګڼه ګوڼې له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي دي.

سکای نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي او ګڼ نور ټپیان هم دي.

په راپورونو کې راځي چې په کابل کې د هوايي ډګر شاوخوا ته زرګونه کسان راټول شوي دي او هڅه کوي ددغه ډګر له لارې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی پر هغو ګنګوسو تېروتلي، چې ګواکي امریکايي الوتکې خلک بې پاسپورت او وېزې ورسره لېږدوي، خو دا خبرې بې بنسټه دي او د هوايي ډګر شاوخوا یې د زرګونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

بلخوا د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي، چې د کابل له هوایي ډګره هر ډول ملکي او تجارتي پروازونه ځنډېدلي له همدې امله له خلکو غوښتنه کوي چې دغه سیمې ته دې نه ورځي.

دا لومړی ځل نه دی چې په میدان هوایي کې مرګ ژوبله رامنځته کېږي، بلکې هره ورځ خلکو ته مرګ ژوبله پکې رسېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي