جوبایډن او امنیتي ټیم یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي دي.

دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې کړې دي چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په پایله کې اوس فعال او امن شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت ټیم ولسمشر جو بایډڼ او د هغه مرستیاله کاملا هریس په وروستیو پرمختګونو خبر کړل او وې ویل چې د اګست له ۱۴ څخه یې له افغانستان نه ۷۰۰۰ کسان ایستلي چې د جولای د میاشتې له پایته رسېدو راهیسې د ټولو ایستل شویو کسانو مجموعي شمیر ۱۲۰۰۰ تنو ته رسیږي.

بایډن دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون د هر ډول مهم تروریستي ګواښونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جي ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي برخه درلوده.

د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د ټولو هغو کسانو په خوندي تګ ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

هغوی همدارنګه د یوه همه شموله سیاسي توافق د کېدو په ضرورت چې د ټولو افغانانو اساسي بشري حقونه تامین کړي، ټینګار کړی.

په دې غونده کې د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی کړنو پورې اړه ولري نه د هغوی د خبرو پورې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې استازې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، بشري هڅو، کډوالۍ بحث وکړ او هوکړه یې کړې چې په ټولو برخو کې نږدې روابط ولري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي