د م، م امنیت شورا؛ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ملګري ملتونه وایي، چې نن دوشنبه به د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته راوبولي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دی، خو د ځینو هېوادونو په غوښتنه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته راوبولي څو ددغه هېواد وضعیت و ارزوي.

ګوتریش له طالبانو غوښتي، چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خلکو د سر او مال امنیت تامین کړي او د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو د خپل ماموریت په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو له دغه ادارې غوښتي وو، چې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

په افغانستان کې د یونسف مشر ویلي وو، طالبان ددې غوښتونکي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې حضور ولري.

بلخوا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امنیت پر راوستو ټینګار کړی دی.

د امریکا، کاناډا، قطر په ګډون د نړۍ شپېتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې دې د واک څښتنان ژر تر ژره د خلکو امنیت تامین کړي او ټولو هېوادوالو ته دې د ژوند مصونه فضا برابره کړي.

سرچینه وایي، چې بشري حقونه دې خوندي شي او د هغو خلکو د تګ زمینه دې برابره کړل شي چې غواړي نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

سرچینه وړاندې لیکي هغه کسان چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ټولو افغانانو د ساتنې مسوول دي او تر څنګ یې باید ادارات، هوايي ډګرونه، مرزي بندرونه او نور پرانیستي پرېښودل شي څو خلک په ازاده توګه تګ راتګ ته ادامه ورکړي.

نړیوالې ټولنې دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان او افغانانو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي