امریکایي قانون جوړونکی مایک والټز وایي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد باید استعفا ورکړي.
والټز ویلي خلیلزاد ځکه باید استعفا ورکړي، چې د مذاکراتو لپاره د هغه ستراتیژي ناکامه وه.
زلمی خلیلزاد د امریکا د پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرمهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
د بایډن په مشرۍ د حکومت په رامنځ ته کېدو سره ښاغلی خلیلزاد په دې دنده پاتې شو.
هغه اوس هم په دوحه کې د افغانستان د مسلې له ښکیلو لورو سره په خبرو بوخت دی.
والټز همدارنګه، پر طالبانو او د پاکستان د پوځ پر هغو چارواکو د بندیزونو غوښتنه کوي، چې له طالبانو ملاتړ کوي.
هغه ویلي، پاکستان د کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه پیل کړې ده.
خو پاکستاني چارواکو تل ویلي دي باید په افغانستان کې د طالبانو د کړنو په اړه هغوی مسول ونه ګڼل شي او د هغوی په وینا پر طالبانو د پاکستان نفوذ کم شوی دی.
نوموړي همدارنګه له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن په پریکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې بایډن اوس هم کولی شي د افغانستان په اړه په خپله ستراتیژي کې تغیر راولي.