وایروس څه دی او انساني حجرې څنګه له منځه وړي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ليکنه او راټولونه

وایروس له لاتیني کلمې وینوم څخه اخیستل شوی چې د زهري مایع مانا لري. وایروس د ژوندیو موجوداتو ټول خصوصیات نه لري او له ژوندۍ حجرې څخه بهر غیرفعال وي، نو له دې امله بیولوژي پوهان وایروس ژوندی جسم نه ګڼي.

ویروسونو له دوو برخو څخه جوړ شوی. باندنۍ برخه یې چې پروټین دي د کپسید په نامه یادېږي او داخلي برخه یې چې د کپسید په واسطه پوښل شوې ده، ښایي یا دي ان اې/ ار ان اې ولري (نه دواړه). وایروسونه په مختلفو بڼو لیدل کېږي، مثلا وایروسونه کروي شکلونه لري. وایروسونه له بکتریا څخه کوچني وي. یوازې د الکترون میکروسکوپ په واسطه لیدل کېږي.

وایروسونه اول ژوندي موجودات لکه: حیوانات، نباتات او فنجیان اغېزمنوي. د بېلګې په توګه په انسانانو کې د مختلفو ناروغیو لکه: انفولونزا، چېچک، شري، کله چرک، ایدز او نورو ناروغیو لامل ګرځي. په نباتاتو کې هم مختلفي ناروغۍ منځ ته راوړي. مثلا د رومي بانجانو په پانو کې د زینې په شکل د ژیلو خالونو تولید د وایروسونو اغېزه ده.

وایروسونه کولای شي بکتریا اغېزمنه کړي، لومړۍ بکتریا فاژ وایروس په بکتریا پوري نښلي. بیا خپله د باکتریا د حجرې داخل ته پیچکاري کوي. وروسته وایروس د باکتریا په داخل کې وده کوي او په پای کې د باکتریا حجره چوي.

وایروس په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي، خو وایروس په یوازې ځان سره نشي خپرېدلی. وایروسونه د انسان د بدن په ځینو سلولونو برید کوي او هغوی مجبوروي چې د اصلي وایروس نورې بڼې تولید کړي. د وایروس تولید شوې بڼې وروسته د انسان بدن ته ننوځي او دغه لرۍ همداسې دوام مومي.

وایروس د ټوخي او پرنجي له لارې د بیمار څخه هوا ته انتقالېږي او نور خلک بیماروي.

یا هم وایروسونه د حشراتو لخوا د چیچلو له لارې د نورو انسانو بدن ته ننوځي. یا هم د بیمار کس د بدن د مایعاتو له لارې نورو ته لېږدول کېږي.

وایروسونه په بېلابېلو سطحو کیني او هغه روغ کسان چې له دغو سطحو سره اړیکه لري، بیماروي.

وایروسونه ډېر کوچني دي وایروس له باکتریا څخه ۱۰۰۰ وارې کوچنی دی، وایروسونه ټول ژوندي موجودات له حیواناتو نیولې بیا تر نباتاتو پورې ناروغوي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.