سعودي عربستان: د پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو وګړو ته عمرې ته د راتګ اجازه نشته

سپینه تجريدي ډیزاین

سعودي عربستان د پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو وګړو ته د عمرې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

پرون سعودي عربستان اعلان وکړ چې له دې وروسته د نړۍ مسلمانان کولی شي د عمرې د ادا کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري؛ خو د تازه معلوماتو له مخې سعودي عربستان د ۳۳ هېوادونو پر وګړو په دغه مراسمو کې د ګډون بندیز لګولی دی.

په دې هېوادونو کې ترکیه، پاکستان، امریکا او ځینې نور هېوادونه شامل دي.

سرچینه وایي پر دغه هېوادونو ځکه بندیزونه لګول شوي چې هلته د کرونا وبا لا هم په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او عمرې ته د ورتګ تر ټولو مهم شرط د کرونا ویروس نه لرل او د کرونا ضد واکسینو د اخیستلو سند درلودل ټاکل شوی دی.

سعودي عربستان داسې مهال دا اقدام کوي، چې له تېرو دوه کالو راهیسې د نړۍ ډېری هېوادونو کې خلک د کرونا وبا له امله مړه شول او اوس هم دغه ناروغي له منځه تللې نه ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي