ولسمشر غني وایي، چې د هرات خلکو تېره شپه د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې د حق پلوي او د الهی احکامو پلي کوونکي څوک دي.
نوموړي یو ځل بیا د طالبانو جګړه فتنه او فساد وبلله او زیاته یې کړه چې د دغې ډلې جګړه د خلکو او ملي ګټو پر خلاف او د یادې ډلې یوازینۍ دنده د خلکو وژل دي.
ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا خاوره تل د الله اکبر په نعره ساتل شوې ده او په خبره یې، د طالبانو په حق کې څوک دا چیغه نه وهي نو باید پوه شي چې جګړه یې د دین او ملت خلاف ده.
د یادونې ده، چې تېره شپه، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په هرات کې افغانانو د افغان وسله والو ځواکونو په ملاتړ او د اوربند د غوښتلو لپاره د الله اکبر چیغې ووهلې.
په ورته وخت کې، د رسنیو راپورونه او خپاره شوي پروګرامونه ښیي چې په پاکستان کې ګڼ شمېر رسنیو په هلمند کې په روانو ګډوډیو او بې نظمیو باندې خوښي وښودله او په کندهار او هلمند کې روان جنګونه یې فتوحات وبلل.
د راپورونو له مخې، د هلمند، کندهار او هرات په لسګونو زره افغانان بې ځایه شوي، په زرګونو ملکي خلک، په سلګونو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه او په سلګونو وسله وال طالبان او پاکستانۍ ملېشې وژل شوي دي.
د هلمند والي احمدالله علیزي تېره شپه په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې هلمند ته تازه ځواکونه ور رسېدلي او په را روانو ۲۴ ساعتونو کې به حالات کنټرول کړي.
ویل کیږي چې په هلمند کې د ویر، غم، چور او چپاول په خپرېدلو سره، په پاکستان کې د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا تمویلېدونکې رسنۍ او یوټیوب چینلونه د افغانستان په روانو ګډوډيو خوښي څرګندوي او په تکرار سره وایي چې د حکومت وسله والو مخالفینو هلمند نیولی، او د کندهار او هرات له نیولو څخه وروسته یوازې کابل پاتې کېږي.
د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراخ تبلیغات روان دي او سیمه ییز ځوانان او په ځانګړې توګه د پښتونخوا او بلوچستان احساساتي ځوانان هڅوي چې په افغانستان کې جنګ ته چې په تبلیغاتو کې ورته د جهاد نوم ورکوي راشي.
افغان حکومت تور لګوي چې د روان کال د ثور په میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د خروج له پیلېدلو راهیسې وسله والو طالبانو د ښارونو د نه نیولو او د سولې کولو لپاره خپلې ژمنې پرځای پرېښودې او د جنګ میدان ته یې راودانګل، په داسې حال کې چې یو شمېر د نظر خاوندان وایي چې جنګ اصلا د پاکستان د پوځ او استخباراتو تر لارښوونې لاندې پرمخ ځي او له وسله والو طالبانو څخه یوازې د سون توکو په توګه کار اخیستل کیږي.