تر اصغر افغان وروسته محمدنبي هم حشمت الله شاهدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه

اکثریت افغان لوبغاړو حشمت الله شهيدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه.

سهار لومړنی لوبغاړی ګلبدین نايب وو چي حشمت الله شاهدي ته یې د لوبډلمشرۍ،همدارنګه راشد او حشمت ته یې د مرستیالۍ مبارکي ورکړه.

خو خلک د راشد ،نبي او اصغر مبارکۍ ته تر هرچا ډېر په تمه وه،راشدهم ماسپښين مهال د کریکټ نړیوالي شورا تر مبارکۍ وروسته حشمت الله شهیدي ته د نوي مسولیت مبارکي وویله.

د کریکټ بورډ تر پرېکړي وروسته اصغر افغان هم پر خپل فیسبوک پاڼې حشمت الله شهیدي ته د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته کړې یې ده چې په هیوادنۍ ميني سره به په لوبډله کې لوبېږي.

دولت ځدران هم د اصغر افغان ستاینه کړې او حشمت ته یې مبارکي ویلې.

محمدنبي پر خپل ټويټر اکاونټ په انګلیسي ژبې حشمت شهيدي ته د لوبډلمشرۍ، همدارنګه رحمت شاه او راشدخان ته د مرستیالۍ مبارکي ورکړې.

داسي ښکاري چې حشمت الله شهیدي د ټولو افغان لوبغاړو پوره ملاتړ د ځانه سره لري .




وروستي مطالب