افغان حکومت ملګرو ملتونو ته: د طالبانو پر کړنو سترګې مه پټوئ، هر څه ښکاره کړئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو پر کړنو دې سترګې نه پټوي.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له مشرې دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې طالبانو پر ښارونو بریدونه ډېر کړي دي، چې له دې سره جوخت ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او بشري خدمات درېدلي دي.

نوموړي ویلي ملګري ملتونه دې د طالبانو پر کړنو، سختو جګړو، ملکي مرګ ژوبله او عامه تاسیساتو پر ورانولو سترګې نه پټوي او باید دا هر څه مستند کړي.

لاینز هم په دې لیدنه کې دلته روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ټینګار یې کړی، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

د نوموړې په وینا د طالبانو د جګړو له امله د مرستندویه موسسو فعالیتونه درېدلي او ددوی ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.

بلخوا د سي آی اې پخوانی مشر وایي د امریکا د بې پروایۍ له امله افغانستان له خطرونو سره مخ دی.

جنرال ډیویډ پتریوس په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده او ټینګار یې کړی، چې امریکایي چارواکو په افغانستان کې بې پروايي کړې ده او د جګړې تر ختمولو مخکې له دغه هېواد وتلي دي.

دده په وینا د سولې خبرو پایله نه لرله، طالبانو له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه وې پرې کړې؛ خو امریکا له افغانستان د وتلو اقدام وکړ.

هغه وایي د امریکا همدې بې پرواییو افغانستان له ستر خطر سره مخ کړی دی او ددې احتمال شته، چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.

نوموړي اوسنی تاوتریخوالی هم بوږنوونکی بللی او تمه یې ښودلې، چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي