امریکا یو ځل بیا کندهار کې پر طالبانو هوايي برید کړی

سپینه تجريدي ډیزاین

امریکايي ځواکونو یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه نن د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د تادین خان له کورونو سره د طالبانو پر یوه مرکز شوي دي.

د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

دا په تېرو دوو اونیو کې درېیم ځل دی چې بهرني ځواکونه د کندهار په بېلا بېلو سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کوي.

امریکا دا بریدونه داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د طالبانو تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل راپور کې ویلي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو بریدونو کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی.

د یاد راپور پر بنسټ د طالبانو له لوري د بریدونو ډېروالي افغان حکومت د موجودیت له بحران سره مخ کړی دی.

راپور کې راغلي، چې طالبانو په یاد تړون کې ژمنه کړې وه، چې خپل بریدونه به کموي، له افغان حکومت سره به د خبرو مېز ته حاضرېږي؛ خو نه یوازې دا چې بریدونه کم شوي نه دي بلکې دوه برابره ډېر شوي دي.

راپور وړاندې لیکلي، چې تر یاد تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال له سپتمبر نه تر نومبر میاشتې پورې طالبانو ۱۳ زره او ۲۴۲ بریدونه کړي دي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي