د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان کډوال باید اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهدحفيظ چودري پرون د خپلې اونیزې خبرې غونډې پر مهال وویل چې په پاکستان کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ميشت دي او په وینا یې دغه هېواد نه غواړي چې د افغانستان امنيتي وضعیت لا پسې خراب شي او پاکستان ته د نورو افغان کډوالو جوپې ورماتې شي، ځکه چې دده په وینا اسلام آباد نور د افغان کډوالو ورتګ نه شي زغملی.
نوموړی وایي اسلام آباد له کابل سره د خپلو اړیکو د کچې راټيټول په پام کې نه لري او نه غواړي له افغانستانه خپل سفیر وروغواړي او نه هم د دې کار هوډ لري.
چودري وویل اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې افغان حکومت خپلې ټولې هڅې د دغه هېواد پر سیاسي حل لارې متمرکزې کړي ځکه چې په وینا یې د افغانستان د کشالې حل یوازې له سیاسي لارې شونی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخیل طبي اسناد او نور شواهد په ډاګه کوي چې نوموړې اختطاف شوې او ربړول شوې ده.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د نوموړې د اختطاف په اړه کره شواهد موجود دي او پاکستان چې د سیاسي استازولیو او ډیپلوماټانو د خوندیتوب مسوول دی باید په دې اړه جدي څېړنې وکړي.
دغه وزارت ویلي، ټاکل شوې چې په دې اړه یو افغان پلاوی هم اسلام اباد ته سفر وکړي.
بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې تر اوسه د سلسلې علیخیل د اختطاف په اړه څېړنې پای ته نه دي رسېدلې او ټینګار یې کړی دی چې پاکستاني چارواکي دې په بې ځایه وړاندوینو د افغانانو احساسات نه زخموي او دغه راز دې د دواړو هېوادونو اړیکې تر دې ډېرې نه ترینګلې کوي.