پاکستان: د کابل په تصمیم ډېر خواشینې يو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

وروسته له هغه چې ولسمشر غني له پاکستان څخه د افغان سفیر او دیپلوماتانو د رایستل کېدو خبر ورکړ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د کابل په د غه تصمیم باندې خپه شوي دي.

د دغه وزارت په خبره د افغانستان لخوا د پاکستان نه د سفير او ډیپلوماتانو ويستو پرېکړه بدقسمتي او د افسوس وړ ده.

دغه وزارت زیاته کړې پاکستان هيله لري چې د افغانستان حکومت په خپله پرېکړه بيرته غور وکړي.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید چې د لومړي وزیر عمران خان له خوا په اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو او ځورېدلو د پېښې څېړنه ورسپارل شوې ده، وایي چې د افغان سفیر لور تښتول شوې نه ده بلکې دې خبرې ته د هند استخباراتي ادارې په نړۍ کې زور ورکړی دی.

شیخ رشید د یکشنبې په ماښام د جیونیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل، تر اوسه چې پلټنې شوي دي، هېڅ داسې څه نه دي څرګند شوي چې ګني د سفیر لور دې تښتول شوې وي.

شیخ رشید زیاته کړه: «ټول قام ته دا ویل غواړم چې دا نړېواله لوبه ده، د هند استخباراتو په ټوله نړۍ کې دا خبره خوره کړې ده.»

شیخ رشید دا هم وویل چې د هند استخبارات غواړي په نړۍ کې د پاکستان نوم بد کړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې حکومت هغه درې موټر موندلي دي کوم کې چې د افغان سفیر لور په هغې ورځې باندې تګ راتګ کړی و.

د شیخ رشید په وینا چې دوی اوس په راولپنډۍ کې د سفیر د لور د تګ راتګ ویډیو پسې ګرځي او که هغه پیدا شوه، نو هرڅه به روښانه شي.

د یادونې ده چې تېر ماښام افغان حکومت له اسلام اباد څخه خپل دیپلوماتان را وایستل.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال پرون وویل چې ولسمشر غني دا پرېکړه کړې ده.

د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر دا خبره په خپل ټویټر کې خپره کړې ده: «جمهور رئیس بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړ چې تر څو د پاکستان حکومت د افغانستان د سفیر د لور برمته‌کوونکو ته جزا نه وي وکړې او په هغه هیواد کې د افغان سفیر او دیپلوماتانو امنیت خونديتوب نه وي تضمین شوی، په اسلام آباد کې افغان سفیر او دیپلوماتان دې کابل ته را وغوښتل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي دي‌ چې افغان سفیر او دیپلوماتان یې له اسلام اباد څخه رابللي ‌دي.

اعلامیه وایي چې «په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور له اختطاف وروسته، د افغان دولت مشرتابه له اسلام اباد څخه خپل سفیر او ارشد دیپلوماتان کابل ته راوغوښتل» او دوی به تر هغه وخت پورې په کابل کې وي تر څو چې هلته ټول «امنیتي ‌تهدیدات لېري شوي نه وي او اختطاف» کوونکي نیول شوي نه وي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې ډېر ژر به یو پلاوی د همدې او نورو اړوندو مسائلو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي‌ او د هغوی د موندنو په اساس به وروستي اقدامات کیږي.

دې مسئلې په افغانستان کې سخت غبرګونونه پارولې دي او ټولو سیاسي څېرو په پاکستان کې د افغانې نجلۍ پر وړاندې دغه کړنه غیر انساني بللې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړه.

ځینې نړیوالو سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې فعالو څېرو دا پېښه له شرمه ډکه بللې ده او پاکستان یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی دی.

د ویلو ده چې په پاکستان کې د افغان سفیر لور سلسله علي‌خیل د سرطان میاشتې په ۲۵مه کور ته د ستنېدو پر مهال د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي