صالح محسن داوړ ته: ستا غږ له امو تر اباسينه لسګونه میلیونه خلکو واورېد

رنګین تجريدي ډیزاین

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د پاکستان د پارلمان غړي، محسن داوړ د پرونۍ څرګندونو هرکلی کړی.

داوړ د افغان جګړې په اړه ويلي چې پاکستان يو ځل بیا هغه تیروتنې تکراروي چې اوس یې سیاسي مشران پرې پښیمانه دي.

محسن داوړ، پر خپل ټويټر ليکلي چې هغه غوښتل په ملي اسامبله کې د پاکستان په پيښور او کوټه کې د طالبانو له خوا جوړو شوو غونډو په اړه خبرې وکړم، او د پاکستان په اړه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال د مطرح شوو څرګندونو په اړه وضاحت وغواړم، خو د خبرو کولو اجازه رانکړل شوه.

محسن ليکلي: «ماته اجازه رانکړل شوه چې خبرې وکړم. د پاکستان حکومت څه غواړي پټ کړي؟»

داوړ د پاکستان په ملي اسامبله کې د خپلو خبرو يوه لنډه ويډیو پر ټويټر خپره کړې ده.

هغه په دغه ويډيو کې وايي چې له څو ورځو راپه دېخوا په افغانستان کې حالات مخ په خرابیدو دي او د هغو اغیز دلته (پاکستان) لیدل کيږي.

له بلې خوا د څو ورځو راهيسې په پيښور او کوټه کې د طالبانو له خوا غونډې کيږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې امرالله ويلي وو چې د «پاکستان پوځ افغانستان ته رسما خبرداری ورکړی چې د سپين بولدک بندر د بیرته نیولو په موخه به يې هر ډول پوځي هڅه د دوی د هوايي ځواک له غبرګون سره مخ شي.»

صالح زياته کړې وه چې آیا «کوم بل ثبوت هم اړتیا شته؟»

محسن داوړ د خپلو خبرو په ادامه د امرالله صالح د همدغې ادعا يادونه کوي او غواړي چې په اړه يې وضاحت واوري، خو نور اجازه نه ورکوي چې خبرې يې بشپړې کړي.

امرالله صالح نن داوړ ته په خطاب کې ليکلي دي چې موږ ستاسو غږ واوريد.

هغه پر خپل ټويټر ليکلي دي:«وروره موږ ستاسو غږ واوريد. له آمو نه نیولې تر د اباسينه په لسهاوو میلیونو کسانو ستاسو غږ په لوړ آواز واورید.»

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني وویل په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

غني دا څرګندونې په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې.

نوموړي ونه ویل چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي.

غني په خپلو خبرو کې وویل چې په تیرې یوې میاشت کې له پاکستان او نورو هیوادونو نه څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغانستان ته اوښتي دي خو دا یې ونه ویل چې په دې کې څومره پاکستانیان دي.

ولسمشر غني د تاشکند په کنفرانس کې یو ځل بیا له پاکستان نه وغوښتل چې د سولې جدي خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې پاکستان د خپل نفوذ نه کار واخلي.

د غني د دغو خبرو پر مهال د پاکستان صدر اعظم عمران خان او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست وو.

د یادونې ده چې ولسمشر غني او نړيوال پاکستان افغان طالبانو ته په پناه ځايونو او مرستو ورکولو تورونه پورې کوي او وايي د پاکستان هم دغه تګلاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو ته وده ورکوي.

که څه هم پاکستان تل دا تورونه رد کړي خو په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد منلې چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ټپي طالبان د درملنې لپاره د پاکستان روغتونونو ته راوړل کېږي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه کنفرانس ته پخپله وینا کې ویلي چې پاکستان دمذاکراتو میز ته دطالبانو په کېنولو کې څومره رغنده رول لوبولی ،داسې بل هیچا نه دی لوبولی.

عمران خان زیاته کړې، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د بريا خوبونه ګوري؛ نو هغوى به ولې د پاکستان خبرې ته غوږ ږدي.

عمران خان همدا راز ویلي، په افغانستان کې چې دا اوس مهال څه روان دي ددې تور په پاکستان لګول سم نه دي او وايي که پاکستان په امن کې خوښي نه لرله نو هغه به ولې کابل ته تللو.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي