په شل اوریز کرکټ کې په څلورم مقام د اسټرالیا او پاکستان مقابله

رنګین تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا لوبډله اوس له ویسټ انډیز سره په ۵ شل اوریزو لوبو بوخته ده، چې درې لوبې یې بایللي دي؛ خو څلورمه لوبه یې په ۴ منډو ګټلې ده.

دواړه لوبډلې د جولای په ۱۷ مه د شنبې په سهار څلور بجې پنځمه لوبه کوي، که دا لوبه اسټرالیا وګټي، نو مثبتې نومرې اخلي او د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې تللی شي.

د پاکستان او انګلستان درې شل اوریزې لوبې او په درجه بندۍ اغېز

دواړه لوبډلې د جمعې په ماخستن لس بجې په هیډینګلي کې د درې شل اوریزو لوبو پیل کوي، که په دې لوبو کې انګلستان خپل حریف پاکستان ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي، نو د پاکستان درجه ښکته کېږي او د اسټرالیا د مخکې کېدو امکان زیات دی.

په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې اسټرالیا په پنځم مقام کې ده، چې ۲۴۹ رېټېنګ یا نومرې لري، نو له ویسټ انډیز سره پنځمه لوبه کې که دا لوبډله بریا خپله کړي، دا نومرې یې پورته تللی شي او د پاکستان د وروسته کېدو خطر زیاتېدای شي.

ICC World Cup 2019: Match 17, Australia vs Pakistan, Match Prediction –  Weather Report, Pitch Conditions, Playing XIs and Live Streaming Details

بل پلو پاکستان په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې څلورم ځای کې دی، چې ۲۶۱ نومرې لري.

خو که انګلستان ورته په کلین سویپ سره ماته ورکړي، نو د پاکستان پښه ښوېدلی او له خپل مقام څخه وروسته کېدای شي.

انګلستان که دا سیریز پاکستان ته وبایلي؛ نو بیا یې هم په درجه بندۍ کې د ځای له امله ستونزه نشته، ځکه دا لوبډله لومړي مقام کې ده او نومرې یې هم ۲۷۸ دي.

خو که پاکستان سیریز وګټي، نو بیا اسټرالیا نه شي کولای، چې د پاکستان ځای ونیسي.

هند ۲۷۲ نومرې لري، دویم ځای کې ده، نیوزیلېنډ ۲۶۳ نومرې لري درېیم ځای یې نیولی دی، سویلي افریقا ۲۴۵ نومرې، شپږم ځای، افغانستان ۲۳۶ نومرې اووم ځای، ویسټ انډیز ۲۳۴ نومرې اتم ځای، خو که د دې میاشتې په وروستیو کې درجه بندي وشي، دا لوبډله له افغانستان څخه مخکې کېږي، اووم ځای نیسي او افغان لوبډله اتم ته وروسته کېږي.

سریلانکا ۲۲۵ نومرې لري، نهم ځای کې ده او بنګله دېش ۲۲۵ نومرې لري لسم ځای کې دی.

زِمبابوې، ایرلېنډ، نېپال، سکاټلېنډ، عربي متحده امارات، پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ، عمان، نمېبیا، سنګاپور، قطر، کاناډا او نورو لوبډلو ورپسې مقامونه نیولي دي.

تاسې درانه لوستونکي د کومو لوبډلو په پرمختګ ډېر خوشحالېږئ؟