که څه هم له ۲۰۱۹ کال راهیسې افغان لوبډلې خورا کمې لوبې کړي؛ خو بیا هم په تېرو لسو کلونو کې دې لوبډلې ډېر پرمختګ کړی او زیاتې شل اوریزې لوبې یې ګټلي دي.
دلته د هغو لوبډلو په اړه معلومات درکوو، چې په شل اوریز کرکټ کې ښې لاسته راوړنې لري.
افغان لوبډله او د شل اوریزو لوبو ګټل
دې لوبډلې له ۲۰۱۰ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې ګډون کړی، چې د دې ډول لوبو دوه نړیوال جامونه یې لوبولي دي او یواځې ویسټ انډیز ته یې په ۲۰۱۶ کې ماته ورکړې ده.
افغان لوبډلې ټولې ۸۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۵۸ یې ګټلي دي او په اورېج اوسط کې تر ټولو مخکښه راتلای شي.
پاکستان او د شل اوریزو لوبو بریاوې
دې لوبډلې له ۲۰۰۷ کال راهیسې ۱۷۰ لوبې کړي دي، چې ۱۰۵ یې ګټلي دي او نن شپه لس بجې له انګلستان سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم پیلوي.
هندوستان ۱۴۲ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۹۰ یې ګټلي دي او دا لوبډله هم ښه ځلېدلې ده.
سویلي افریقا ۱۳۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، چې ۷۶ کې یې بریاوې خپلې کړي دي.
اسټرالیا ۱۴۰ مېچونه کړي، چې ۷۲ یې ګټلي دي، نیوزیلېنډ ۱۴۲ لوبو کې ۷۲ ګټلي دي، انګلستان ۱۳۴ لوبې کړي دي، ۷۱ یې ګټلي دي، ویسټ انډیز ۱۳۹ لوبې کړي، چې ۶۳ یې ګټلي او دوه نړیوال جامونه هم پکې شامل دي.
سریلانکا ۱۳۴ لوبې کړي، چې ۶۱ یې ګټلي دي او ایرلېنډ ۹۸ لوبې کړي، چې ۴۱ یې ګټلي دي.
د افغانستان او سریلانکا مقابله
افغان لوبډله له نړیوال جام وړاندې له اسټرالیا او ویسټ انډیز سره لوبې لري، که چېري افغان لوبډله ماتې وخوري نو اورېج یې له ستونزو سره مخ کېږي؛ خو نړیوال جام کې که افغان لوبډله درې یا څلور لوبې وګټي، او سریلانکا ماته شي، نو افغان لوبډله له سریلانکا څخه د لوبو په ګټلو کې مخکې کېږي او ریکارډ به جوړ کړي.
افغان لوبډله که ښې لوبې وکړي، نو بنګله دېش، سریلانکا په ډاډه زړه ماتولی شي او له پاکستان، ویسټ انډیز او هند سره هم ښه مقابله کولای شي.