امریکا وایي په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به وي.
په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ولسمشر بایډن له لارښوونې سره سم به امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي خو ديپلوماتیک حضور به یې ادامه ولري، څو یې له دې لارې د افغانستان له خلکو سره همکارۍ دوام پیدا کړي.
امریکا وایي، په کابل کې د خپل سفارت د تړلو لپاره هېڅ پلان نه لري.
په دغه ټوېټ پیغام کې راغلي چې امریکا د افغانستان اوسنی وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به یې د ښه کېدو او حضور په اړه پرېکړه وکړي.
پرون د وال سټریټ ژورنال په یوه راپور راغلي و، چې په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي او هغوی غواړي چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي تر څو د وضعیت د لا بې ثباته کېدو په صورت کې خپل وګړي هر څه ژر له دغه هېواده وباسي.
بلخوا د رسنیو د راپورونو له مخې په راتلونکو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواد ووځې او خپل ټول نظامي مرکزونه به افغان حکومت ته وسپاري.
برېتانیا د ناټو په غوڅ ملاتړ کې په وروستیو کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر سرتېري لرل چې تر ډېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت ترسره کاوه.
دغه سرتېري به ژر له افغانستان ووځي. تر دې دمه د المان، ایټالیا او ناټو د ځينو نورو غړو هېوادونو ټول سرتېري له افغانستان وتلي دي.
له ۲۰۰۱ کال تر دې دمه په افغانستان کې د برېتانیا د ماموریت شاوخوا ۴۵۰ سرتېري او کارکوونکي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.