د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سکرتر رضا محمد رضا وايي د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې د پلټنو لپاره دې يو آزاد عدالتي کميسيون جوړ شي.
نوموړي وويل که څه هم دوی پر دغو کمیسیونونو ډېر باور نه لري خو وايي چې که د قاضي فايز عيسی د کوټې د وکيلانو د پېښې په ډول کمیسیون جوړ شي دا به د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې لاملونه او مجرم په ګوته کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر عثمان کاکړ د جون په اولسمه له خپل کور څخه د کوټې يوه شخصي روغتون ته په ټپي حالت کې وړل شوی و، له هغه وروسته د ښه علاج لپاره هغه د کراچۍ اغا خان روغتون ته انتقال شو، خو هلته هم د هغه علاج ونه شو او د جون ۲۱مه يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د عثمان کاکړ کورنۍ او ګوند يې تور لګوي چې هغه په خپل کور کې د وژل کېدو په هدف پر سر وهل شوی دی. دوی وايي د کاکړ مرګ، «قتل» دی.
بلخوا د بلوچستان د کورنیو چارو وزير مير ضيا لانګو پرون ورځ په کوټه کې خبري کنفرنس کې دا تورنه نه يوازي رد کړه بلکې ویې ويل:
«له پرون راهیسې ځېنې هېواد دښمنه قوتونه د عثمان کاکړ د مرګ په هکله پروپاګند کوي. له يوې خوا زمونږ تاوان وشو مونږ له يوه ښه رهنما کوونکي محرومه شو، خو ځيني د هېواد دښمن قوتونه پر دې موقع ځينې سوه تفاهم پېدا کوي.»
د يوې پوښتنې په ځواب کې ضيا لانګو وويل چې که د عثمان کاکړ کورنۍ د هغه د مرګ په هکله کوم شک لري او د پلټنو غوښتنه کوي، نو حکومت يې مرستو ته تيار دی.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د عثمان کاکړ د کورنۍ د دغه تور په ځواب کې ويلی:
«داسې خلک شتون لري چې ځاني مسله لري، علاج ته اړتيا لري، څوک د خپل د پلار په قبر سیاست نه کوي خو داسې ښکاري چې «زوی يې د خپل پلار مړي ته هيڅ درناوی نه لري».
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضيا لانګو سره په خبري کنفرانس کې ډاکټر نقيب اڅکزي چې د عثمان خان کاکړ د سر عملیات يې کړي وو، وویل:
«د عثمان کاکړ په سي ټي سکېن کې د فالج يا بلې ناروغۍ يا دورې کوم ثبوت يا نښان نشته، بلکې د هغه پر سر د ضربې نښې وې، ، دا له ډېرو لاملونو کېدای شي له غورځېدو هم کېدای شي،او داسې زخم له وهلو څخه هم کېدای شي.»
د یادونې ده چې د عثمان کاکړ مړی له کراچۍ څخه د جلوس په شکل کې کوټې ته رسول شوی دی.
د پاکستان په ټولو وړو او لويو ښارنو کې د هغه جسد ته د احترام په خاطر ګڼ شمېر د بلوڅ د سياسي ګوندونو د غړو او مشرانو تر څنګ د مذهبي سياسي ګوندونو غړي او مدني فعالان ھم سړکونو ته را وتلي او د عثمان کاکړ د جنازې پر موټر يې سره ګلونه پاشل.
د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند د مطبوعاتو مرکزي سکرتر رضا محمد رضا په خبره د عثمان کاکړ د جنازې او دفن مراسم به نن د چهار شنبې په ماښام پر پنځه بجې د هغه په پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې تر سره کېږي او د مراسمو لپاره يې پوره اماده ګي نيول شوې دی.
بل لور ته د پښتنو ژغورنې غورځنګ د کوټې مبارزین وايي چې د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې به د غورځنګ مشر منظور پښتين هم ګډون کوي.
د دوی په خبره د بلوچستان له حکومت څخه يې د عوامي نيشنل ګوند بلوچستان د مشر اصغر خان په مرسته د منظور پښتين بلوچستان ته د راتګ قانوني اجازه اخيستې ده.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر له لوري صادر شوي يوه فرمان کې د منظور پښتین او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ته د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون لپاره بلوچستان ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې ده.