امریکا: افغانستان کې د هر خطر پر وړاندې چمتوالی لرو

پنټاګون یو ځل بیا وایي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې تیاری لري.

د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي.

د هغه په خبره په منځني ختیځ کې یې الوتکې ځای پر ځای شوې دي، په سیمه کې یې د بېړیو نظامي ماموریت غځېدلی دی او د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې وي.

پنټاګون زیاتوي چې طالبانو ته نه ده په کار چې په دې موده کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي، خو که داسې کوم اقدام وکړي امریکا یې د نظامي ځواب وړتیا لري.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس د بايډن له پرېکړې ملاتړ کړی دی.

نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د هرېس په خبره بایډن په خپله پرېکړه کې جدي دی او ارو مرو به له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

هغه همدا راز ټینګار کوي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه خورا سخته وه، خو بایډن ددې وړتیا لري چې سختې پرېکړې وکړي، له همدې امله هغه د سرتېرو د ایستلو په برخه کې ډاډمن دی او خپله دا پرېکړه به عملي کړي.

وروستي مطالب