وحید عمر: همدا اوس د طالبانو د زور وروستۍ ورځې دي تر دې زیات څه نه شي کولی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې طالبانو په تېر یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه او ثابته یې کړه چې دوی هیڅ تغیر نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله اوس هم د انساني حقونو په ګډون هیڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي.

عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې دغه ډله د افغانستان له ملت، تاسیساتو او پرمختګ سره دښمني لري.

هغه د طالبانو له لوري د دوی د خوښې نظام جوړېدو غوښتنې ته په اشارې ویلي چې د ملا برادر په ګډون د دغې ډلې هیڅ مشر هم له د دوی د خوښې نظام څخه واضح تعریف نه لري او دا قیاس کېدلی شي چې د دوی د خوښې نظام څخه د دغې ډلې تعریف تیارو ته بیا ستنېدل او له پرمختګه د خلکو منع کول دي.

وحید عمر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، طالبان غواړي پر قبرونو واکمني وکړي او له دې پرته بل هیڅ هدف نه لري.

هغه ټینګار کړی چې اوس د طالبانو اوج دی او له دې وروسته هیڅ هم نه شي کولی.

عمر وایي، که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو نه یوازې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو بلکې د ځینې سیمو په څېر به د افغان ولس له توند غبرګون سره مخ شي.

بلخوا هندوستان ټایمز ورځپاڼې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن مجاهد ال قحطاني له قوله ویلي چې هندي چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د هندي چارواکو د لیدنې خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو اوونیو کې دوه ځله دوحې ته تللی او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.

ورځپاڼې د قحطاني له قوله ویلي، دا فکر باید ونه شي چې طالبان به په راتلونکې کې پر ټول افغانستان واک وچلوي خو ټینګار کوي چې دا ډله د دغه هېواد په راتلونکې کې مهم او کلیدي رول لري.

هغه څرګنده کړې چې افغانستان نباید د نیابتي جګړو پر ډګر بدل شي ځکه، امن او با ثباته افغانستان د پاکستان، هند او ټولې سیمې په ګټه دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي