ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی سیاسي څپرکی بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، نه د افغانانو پر وژنې.
نوموړي ویلي دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري.
غني په ارګ کې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو لسګونو پروژو پرانېستې مراسمو ته وینا کې وویل، حکومت یې ټوله هڅه کوي چې طالبان ابادی او وطني مینې ته وهڅوي.
غني وویل، د ده په ګډون سیمه او نړۍ افغانستان ته د هیلو او نوي فرصت په سترګه ګوري، هغه فرصت چې د ده په وینا یوازې فساد او د افغانانو بې اتفاقي یې پر وړاندې خنډ کیدای شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم ولسمشر غني ویلي چې د امریکا تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون پرته نور هیڅ هم تغیر نه کوي.
نوموړي چې پرون یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له لوري برابرېده افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي نو د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو له افغانستان سره اوږدمهالی امنیتي تړون لري چې په خپل قوت به خپل حال پاتې کېږي خو په وینا یې په نوي فصل کې به یوازې د همکاریو بڼه بدلون ومومي.
ولسمشر څرګنده کړې چې سیمه هم د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو نه وه او دا ځکه چې افغانستان له دایمي ګټو پرته دایمي دوست او دښمن نه لري.
هغه ټینګار کړی دی چې افغانستان نه غواړي د نیابتي جګړو ډګر واوسي نو د نورو په منازعاتو کې د نه داخلېدو په موخه به د بې طرفۍ سیاست غوره کړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې تر څه وخت مخکې داسې فکر کېده چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی خو په وینا یې، افغانستان په کافي اندازه ظرفیت لري او کولی شي خپله ملي بودجه له ملي عوایدو تامین کړي.