د نړۍ تر ټولو لوى مذهبي جشن کوم ده؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هند په شمال کې د اله اباد ښار ته څېرمه د «کمبه» په نامه مذهبي میله پیل شوې ده، چې د دې مېلې د تنظیموونکو د خبرو په اساس په اټکلي ډول شاید ۱۵۰ میلیون خلک په کې ګډون وکړي.‌
دا مېله د نړۍ تر ټولو لویه مذهبي مېله ده. چې ۵۵ ورځې دوام کوي.
هر کال د مها کمبې مېله کې د ډېرو ټیلو و ټمبو د رامنځته کېدو له امله په لسګونو کسان وژل کېږي.
د کمبه مېله په هرو ۱۲ کلونو کې یو ځل کېږي. دا مېله د همالیا په ښار کې پيل شوې، چې په اپریل میاشت کې یې د زیارت کوونکو شمېر‌ اوج ته ‍رسېږي. دا ښار د اوتاراکند په ایالت کې دی.


هندوان داسې عقیده لري، چې په دغه مېله کې په سیند کې لامبل د انسان ګناهونه پاکوي،او د ژوند او مرګ له څرخ څخه انسان ژغورل کېږي.
د هندوییزم په دین کې داسې وایي،‌ چې انسان یو ځل مړ شي، بیا په بلې بڼې نړۍ ته راځي، او دې ته دوی د سامسارا څرخ وايي.
په دغه مذهبي مېلې کې زیارت کوونکي په دې اند دي، چې د ګنګا،جمنا او سراسوتي اوبه سره یو ځای کېږي، او که دوی دلته ولامبي نو ټولې ګناوې به یې پاکې شي.
اوس د هندو چارواکي د دې مېلې لپاره د کورونا خاص مرکزونه جوړ کړي، چې د اوتاراکند والي سیمه‌ییزو چارواکو ته په یو استول شوي‌ لیک کې ذکر کړي،‌ چې د هاریدوار کې د ورځې ۵۵۰۰۰ کسان معاینه شي، او د دې ترڅنګ دا چاره باید نوره هم پراخه شي.
د هند په ۱۲ ایالیتونو کې د کورونا واېروس پېښې زیاتې شوي، او چارواکي په دې اندېښنه کې دي ،چې د کمبه په مېله کې به دا پېښې نورې هم زیاتې شي.
د اتاراکند والي‌ وايي،‌ هغه خلک به چې د مها کمبې مېلې ته راځي د ماسک تړل پرې جبري شوي دي.