ژباړه: حماد هلال
د پخوا راهیسې ویل کېږي صبر یو اخلاقي فضلیت دی. ممکن یو له هغه څه چې تاسو ته رنځ درکوي دا وي، چې تل درته وایي باید صبر وکړې. په ننۍ پرمختللې نړۍ کې اړتیا ده چې باید دې موضوع ته ډېر پام وکړو، خو موږ داسې شوهیدو او مدارکو ته اړتیا لرو چې ثابته کړي زغم زموږ په ګټه دی.
اوس د سیالۍ په نړۍ کې، زغم یعنې دوهم کېدل یا هم وروسته پاتې کېدل. ممکن صبر ته د کمزورتیا په سترګه هم وکتل شي.
خو ځیني بیا د زغم لغت داسې مانا کوي، (د اوږد انتظار په وخت کې نه ستړې کېده یا ستونزو او سختو خلکو سره د مخامخ کېدو په وخت کې ارمه پاتې کېدلو وړتیا ده).
کله مو چې زغم پاې ته رسیږي څه باید وکړو؟
که څه هم ( ارامه پاتې کېده) یا ( نه ستړې کېده) د ( ستونزو ) یا ( سختو خلکو) سره د مخ کېدو په وخت کې دا په شخص کې ښه ښکاري، خو په رښتیا هم مالومه نده چې دا باید څنګه ترسره شي او څه احساس شخص ته ورکوي.
د زغم پاې ته رسیدو څخه مخنیوی
د ذهن پالنې مهارتونو ته وده د پام وړ کارونو کې ورکول د زغم رامنځته کولو غوره لاره ده. د زغم رامنځته کول درې اصلي برخې لري:
۱ـ د هغه څه منل چې اوس وخت کې شتون لري.
۲ـ د دې درک چې هرڅه بدلون کوي.
۳ـ د دې تصور نکول چې یوازې یاست.
زغم لرل ممکن دومره جذابه په نظر درنشي، خو دا ستاسو د روغتیا لپاره اړینه ده او داسې فکر مکوئ چې فقط د ایوب علیه سلام په څېر خلک دا هرڅه کولی شي. د ارواپوهنې نوي علوم ټینګار کوي، که په ژوند کې نوو بدلونونو ته په تمه یې نو باید زغم ولرې. بې زغمه کېده یوازې دا نه چې له خپلو غوره کړو اهدافو مو لرې کوي، بلکې په ژوند کې مو د نږدې او ښو انسانانو هم لرې کوي.
کله چې تاسو په کور یا کوم بل ځای کې د قهر او خپګان احساس کوئ، ، دلیل یې دا دی چې تاسو پورته یادو شوو دریو برخو څخه لرې تللي یاست.
زغم لرل ممکن دومره ښه په نظر درنشي، خو ستاسو د کارونو او روغتیا لپاره ګټور دی.
په ټولېزو ځایونو کې د زغم پاې ته رسېدو څخه مخنیوی
لاندې مو هغه توصیې او وړاندیزونه راوړي، چې مرسته درسره کوي ترڅو زغم ته تاسو ته ګټه رسوونکی او انتظار ته له پراخ نظره وګورئ او وکولی شئ دا مو د ژوند په مهمو مهارتونو بدل کړئ.
۱ـ د ځان نه مو پوښتنه وکړئ: ایا غوسه د نورو په وړاندې تاسو ته ښه احساس درکوي؟ ایا دا غوسه لامل کېږي چې په وضیعت باندې ښه کنټرول ولرئ؟ ایا فکر کول مو تقویه کوي که کمزوری کوي؟ دا تاسو ته په کوم قیمت تمامېږي.
۲ـ د ځان نه مو پوښتنه وکړئ: تاسو له دې جنون څخه څه زده کوئ؟ دا عکس العمل څنګه تاسو ستاسو د صبر ظرفیت اومحدودیتونو په اړه خبرولی شي؟ ممکنه نده هغه درد چې دا کار تاسو ته درکوي، مینه ورسره ولرئ. ایا تاسو غواړئ د دې فرصت څخه مننه وکړئ چې ستاسو حوصلې او روغتیا ظرفیت پیاوړی کړي؟
۳ـ دا مو د ځان هدف وګرځوئ ، چې خلکو سره عکس العمل کې له احساساتي چلند څخه ځان وساتئ. د زغم لرلو تمرین ته ژمن اوسئ.
۴ـ سنګر ونیسئ: هڅه وکړئ ځان په داسې شرایطو کې وانچوئ چیرې چې اړین وي د ستړیا او نا امیدۍ په وخت کې د احساساتي غبرګون له غوښتنې سره مقاومت وکړئ. د زغم تمرینونه مو هغه وخت ته وساتئ، چې احتمالاً د زغم پاې ته رسیده مو کم وي.
ډېری وختونه فکر کوو، چې زموږ په ژوند کې دې هرڅه منظم اوسي او د کوچنۍ تېروتنې په کولو چې موږ د امنیت له دایرې بهر کوي، خپل صبر له لاسه ورکوو. جین بولتون ((Jane Bolton د واده او کورنۍ معالج وایي د دې لپاره چې زغم لرل زده کړو باید هر ډول نامناسبو شرایطو سره ارامه چلند وکړو.